د پاکستان په تاریخ كښې په وړمبي ځل ټریډ ډسپیوټ ریزولوشن کمېشن فعاله شو

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان وژن له مخې د پاکستان په تاریخ كښې په وړومبي ځل ټریډ ډسپیوټ ریزولوشن کمیشن فعاله كرې شوي ۔ د تجارت وزیرِ په مشرۍ كښې کمېشن خپل كار پېل كړې۔ د تجارت وزارت له مخې د وزیراعظم کوآرډینیټر رانا احسان افضل په دې اړه ووئيل د کمېشن جوړولو او فعاله كولو كريډټ د جام کمال خان …

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان وژن له مخې د پاکستان په تاریخ كښې په وړومبي ځل ټریډ ډسپیوټ ریزولوشن کمیشن فعاله كرې شوي ۔ د تجارت وزیرِ په مشرۍ كښې کمېشن خپل كار پېل كړې۔ د تجارت وزارت له مخې د وزیراعظم کوآرډینیټر رانا احسان افضل په دې اړه ووئيل د کمېشن جوړولو او فعاله كولو كريډټ د جام کمال خان وژنری قیادت ته ترلاسه دے،د تجارت وزیرِ په سپارښتنه په سمدستي توګه دفتر، بجټ او آن لائن ګيلو پورټل جوړولو او کمېشن فعاله كول د حکومتی عزم او اصلاحات څرګندونه ده۔رِفعت انعام بټ ووئيل کمېشن به سروس و فنانشل رولز زر بشپړ كړې۔په دې اړه عمر داد آفریدی ووئيل کمېشن د تجارتی شخړو حل يو نوې شفاف باب پرانيزي۔دا خبره دې ياده وي چې د تجارت وزارت کاروباری طبقے لپاره تاریخی كاميابي ترلاسه كولو سره د پاکستان وړومبۍ تجارتی شخړې حل کمېشن فعاله كړې شوي ۔ وفاقی وزیر جام کمال خان په مشرۍ كښې پاکستان كښې شفاف او د شخړو حل نظام د ټریډ ډسپیوټ ریزولوشن کمېشن بزنس کمیونټی لپاره د امید سيره ده۔

مزید خبریں