وزیراعظم شهباز شریف به په 15ستمبر قطر كښې هنګامی عرب اسلامی مشرانو په غونډه كښې ګډون كوي

اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف به په 15 ستمبر په دوحه كښې كيدونكې هنګامی عرب اسلامی مشرانو په غونډه كښې ګډون لپاره قطر ته ځي۔د خالي په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا غونډه د كومي شريك سپانسر شپ چې پاکستان سره دے،په غونډه كښې به په دوحه د اسرائیلی بريد، فلسطین كښې د تشدد پېښو كښې په …

اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف به په 15 ستمبر په دوحه كښې كيدونكې هنګامی عرب اسلامی مشرانو په غونډه كښې ګډون لپاره قطر ته ځي۔د خالي په ورځ د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا غونډه د كومي شريك سپانسر شپ چې پاکستان سره دے،په غونډه كښې به په دوحه د اسرائیلی بريد، فلسطین كښې د تشدد پېښو كښې په زياتوالي،اسرائیل په غزہد قبضه كولو هڅې،لويديزه غاړه كښې آباد کارو له پراختيا وركولو او فلسطینیانو په زبردستی انخلا په اړه كيږي۔په غونډه كښې به د او آئی سی هېوادونو مشران او اعلیٰ عهدیدار ګډون كوي۔د غونډي څخه وړاندې په 14 ستمبر به د خارجه وزيرانو د تیارۍ غونډه كيږي۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار به تیارۍ كښې ګډون كوي۔وياند له مخې پاکستان قطر سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي او د قطر او د نورو سيمه ايزو هېوادونو په ضد د اسرائیلی جارحیت سختۍ سره غندنه كوي۔د يووالي او سيمه ايز اتحاد څرګندوني په توګه وزیر اعظم په 11 ستمبر 2025 دوحه ته تللے وو او د قطر قیادت سره ئې ملاقات کړې،چې پكښې پاکستان د قطر سلامتیا او خپلواكۍ لپاره د خپل غیر متزلزل حمایت او مينځني ختيز كښې امن و استحکام عزم څرګندونه كړي۔

مزید خبریں