اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ضلع باجوړ او ضلع جنوبي وزيرستان كښې د فتنته الخوارج ترهه ګرو په ضد په کامياب کارروائيو سکيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف په دې عملياتو كښې د فتنته الخوارج 35 ترهه ګرو په وژلو سکيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ وزيراعظم ضلع جنوبي …
وزيراعظم شهباز شريف د فتنته الخوارج ترهه ګرو په ضد په کارروائيو سکيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي

مزید خبریں
اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ضلع باجوړ او ضلع جنوبي وزيرستان كښې د فتنته الخوارج ترهه ګرو په ضد په کامياب کارروائيو سکيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف په دې عملياتو كښې د فتنته الخوارج 35 ترهه ګرو په وژلو سکيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ وزيراعظم ضلع جنوبي وزيرستان كښې په عملياتو كښې د ترهه ګرو په بهادرۍ سره مقابله کولو سره شهيد شويو سکيورټي فورسز 12 ځوانانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړي۔وزيراعظم د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا وكړه او د هغوي د كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه۔ وزيراعظم ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې سکيورټي فورسز د اوسپني ديوال په شان ولاړ دي،ټول قوم شهيدانو ته سلام كوي۔ وزيراعظم ووئيل د هېواد خخه هر ډول ترهه ګري ختمولو له لوظي يو۔







