چينګډو 13 ستمبر (اے پي پي) صدرمملكت آصف علي زرداري چينګډو كښې دويم ګولډن پانډا ايوارډز انټرنيشنل كلچر فورم ته وينا كښې د وګړو يو موټې كولو او تهذيبونو تړلو كښې د فن او كلتور طاقت لوئ اهميت رامخې ته كړو، فورم كښې د چين سينئر لارښود ، كلتوري نمائندګانو ، فنكارانو او نړيوالو مندوبينو ګډون وكړو۔د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدرمملكت ايوارډ ترلاسه …
د وګړو يو موټې كولو او تهذيبونو تړلو كښې د فن او كلتور طاقت لوئ اهميت لري۔صدر مملكت آصف علي زرداري

مزید خبریں
چينګډو 13 ستمبر (اے پي پي) صدرمملكت آصف علي زرداري چينګډو كښې دويم ګولډن پانډا ايوارډز انټرنيشنل كلچر فورم ته وينا كښې د وګړو يو موټې كولو او تهذيبونو تړلو كښې د فن او كلتور طاقت لوئ اهميت رامخې ته كړو، فورم كښې د چين سينئر لارښود ، كلتوري نمائندګانو ، فنكارانو او نړيوالو مندوبينو ګډون وكړو۔د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدرمملكت ايوارډ ترلاسه كولو له مباركي وركړه او د هغوې تخليقي صلاحيتونه ستئالو سره ئې ووئيل دا ډول فنكارانه هڅي په زړه پورې كردار لري او شريك انساني اقدار د لارې وګړي رايوځائې كوي۔ ده صوبه سيچوان حكومت، چائنا فيډريشن آف لټريري اينډ آرټ سركلز او فورم په كوربتوب كولو د منتظمينو مننه وكړه۔په دې موقع صدر مملكت سيچوان كښې په ميلمستيا كولو د چين كميونسټ پارټي مركزي كمېټۍ پوليټيكل بيورو او سيكرټريټ غړي او سي پي سي مركزي كمېټۍ پبلسټي ډيپارټمنټ وزير لي شولي مننه وكړه۔ده دويم ګولډن پانډا ايوارډز انټرنيشنل كلچر فورم په كاميابۍ سره په كولو منتظمينو له مباركي هم وركړه۔ صدرمملكت آصف علي زرداري د ”تهذيب تبادلے او شريكي زدكړي “چين وژن لپاره د پاكستان بشپړه حمايت رامخې ته كولو سره ګلوبل ډويلپمنټ انيشيټو (جي ډي آئي)، ګلوبل سكيورټي انيشيټو (جي اېس آئي) او ګلوبل ګورننس انيشيټو (جي جي آئي) اهميت ذكر وكړو چې كوم په وجه چې كوټلې پرمختګ، سيمه ايز استحكام او نړيوالي مرستي ته پام لرنه كيږي۔ ده ګلوبل ګورننس انيشيټو په اهميت زور راوړو كوم چې د تهذيبونو تنوع، كلتورونو ترمينځه مساوات، عوامي تبادلے او كلتوري مكالمے ته ”تهذيبوں تصادم“بيانيے مخنيوي په توګه وده وركوي۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان او چين كوټلي ملګرتيا په شريك احترام او مرسته اډانه ده،دواړه هېوادونه راروان كال د سفارتي اړيكو 75مه سالګره لمانځلو تياري كوي۔ده ياد تازه كړل چې دا شراكت داري نه يواځې سټريټجكي ده بلكه د وګړو ترمينځه د ملګرتيا ژوندې ثبوت هم دے۔ده كلتوري تبادلو ته پراختيا وركولو، تخليقي صنعتونه قوي كولو او افهام و تفهيم او روادارۍ كلچر ته ودي وركولو لپاره د چين او نورو هېوادونو سره په ګډه د كار كولو لپاره د پاكستان د خوښۍ پخلے وكړو۔ده ووئيل كلتور د امن، سوكالۍ او انسانيت شريك سباؤن لپاره يو مهم پل دے۔صدر مملكت ووئيل نړۍ د ډرامائي بدلونونو څخه تيريږي، ده د صدر شي جن پنګ په مشرۍ كښې د چين ستائنه كولو سره ووئيل هغه د تصادم په ځائې د مرستي او ګټي حل وړانديز كړې۔ده ووئيل زه د دې خبره څخه متاثره شوې يم چې دا اقدامات څه ډول د انسانيت د شريك اقدار خدمت كوي۔







