د اېف سي هيډكوارټر د پېښور څخه اسلام آباد ته د منتقل كولو پريكړه شوې،دغه په جديد بنياد منظم او زيات فعال فورس جوړول غواړو ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي

اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي چې فيډرل كانسټيبلري په جديد بنياد يو منظم او زيات فعاله فورس جوړول غواړو،د دوي هيډكوارټر د پېښور څخه اسلام آباد ته د منتقل كولو اصولي پريكړه شوې ده،ده د اېف سي هيډ كوارټر لپاره د زمكي نشاندهي كولو سپارښتنه كولو سره د هيډ كوارټر ماسټر پلان هم طلب كړې۔د كورنيو چارو وزارت له مخې …

اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي چې فيډرل كانسټيبلري په جديد بنياد يو منظم او زيات فعاله فورس جوړول غواړو،د دوي هيډكوارټر د پېښور څخه اسلام آباد ته د منتقل كولو اصولي پريكړه شوې ده،ده د اېف سي هيډ كوارټر لپاره د زمكي نشاندهي كولو سپارښتنه كولو سره د هيډ كوارټر ماسټر پلان هم طلب كړې۔د كورنيو چارو وزارت له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ سي ډي اے هيډ كوارټر كښې په خپله مشرۍ كښې د غونډي په مهال وكړه په دې مهال د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري ،داخله سيكرټري ، كمانډنټ او ډپټي كمانډنټ فيډرل كانسټيبلري، چيئرمېن سي ډي اے، آئي جي اسلام آباد پوليس، ډي سي اسلام آباد او سينئر چارواكي هم موجود وو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل فيډرل كانسټيبلري هيډكوارټر لپاره پايه تخت كښې به موزوں ځائې بېلولې شي،د زمكي نشاندهي په مهال هيډكوارټر او ټريننګ ضروريات به په خصوصي توګه تر نظر ساتلې شي۔ محسن نقوي ووئيل فيډرل كانسټيبلري په جديد ډول يو منظم او زيات فعاله فورس جوړول غواړو۔

مزید خبریں