د 10 منه تر 13 ستمبر په مهال خېبر پښتونخواہ كښې دوه جلا جلا کارروائیو كښې د هند پراکسی فتنہ الخوارج سره تعلق لرونكي 35 خوارج وژلې شوي۔آئی اېس پی آر

پيندۍ 13 ستمبر (اے پي پي) د 10 منه تر 13 ستمبر په مهال خېبر پښتونخواہ كښې دوه جلا جلا کارروائیو كښې د هند پراکسی فتنہ الخوارج سره تعلق لرونكي 35 خوارج وژلې شوي۔د آئی اېس پی آر د اړخه جاري شوې پرېس ریلیز له مخې د خوارج د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو ضلع باجوړ كښې په انټیلی جنس بنیاد عمليات كړي۔د عملياتو په مهال د پاك پوځ ډلو …

پيندۍ 13 ستمبر (اے پي پي) د 10 منه تر 13 ستمبر په مهال خېبر پښتونخواہ كښې دوه جلا جلا کارروائیو كښې د هند پراکسی فتنہ الخوارج سره تعلق لرونكي 35 خوارج وژلې شوي۔د آئی اېس پی آر د اړخه جاري شوې پرېس ریلیز له مخې د خوارج د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو ضلع باجوړ كښې په انټیلی جنس بنیاد عمليات كړي۔د عملياتو په مهال د پاك پوځ ډلو د خوارجو په ځائې په كوټلي ډول کارروائی کړې او په يو بل د ډزو نه پس د هند 22 سپانسرډ خوارج وژلې شوي۔دغسې جنوبی وزیرستان په ضلع كښې په يوه بله مقابله كښې امنيتي ځواكونو نور 13 خوارج وژلې دي،دغسې په يو بل د ډزو په مهال 12 بهادر ځوانان بهادرۍ سره جنګيدلو سره د خپلو ځانونو قرباني وركړې۔د هند په سرپرستۍ كښې وژلې شوي خوارج كوم چې په دغه سيمو كښې د ترهه ګرۍ په ګڼو کارروائیو كښې ككړ وو هغوي څخه وسله او توكي هم برآمد شوي۔انټیلی جنس رپورټس په ښكاره ډول په دې ناوړه كارونو كښې د افغان وګړو ككړ كيدو تصدیق کړې دے۔ دې نه علاوه د فتنہ الخوارج ترهه ګرو د اړخه د پاکستان په ضد د افغانستان خاوري استعمال هم د تشویش سبب دے۔ آئی اېس پی آر وئيلي پاکستان هيله لري چې افغان حکومت به خپله ذمه واري پوره كړي او زمونږ په ضد ترهه ګرۍ هلو ځلو له به د خپلي خاوري كارولو څخه انكار وكړي۔سيمه كښې د نورو ترهه ګرو ختمولو لپاره کلین اپ کارروائی رواني دي،د پاکستان امنيتي ځواكونه د هېواد څخه د هند سپانسرډ تره هګرۍ لعنت ختمولو له لوظي دے۔

مزید خبریں