د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د هند په سرپرستۍ كښې د ترهه ګرو عزائم ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 12ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مستونګ كښې د هند په سرپرستۍ كښې د ترهه ګرو عزائم ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي پيشه وره صلاحيتونه ستائېلې۔خپل يو بيان كښې محسن نقوي ووئيل چې د پاكستان بهادر امنيتي ځواكونو د هند حمايت يافته ترهه ګرو ناوړه عزائم ناكامه كړي۔كوم چې د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې د هېواد …

اسلام آباد 12ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مستونګ كښې د هند په سرپرستۍ كښې د ترهه ګرو عزائم ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي پيشه وره صلاحيتونه ستائېلې۔خپل يو بيان كښې محسن نقوي ووئيل چې د پاكستان بهادر امنيتي ځواكونو د هند حمايت يافته ترهه ګرو ناوړه عزائم ناكامه كړي۔كوم چې د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې د هېواد دفاع او اولس تحفظ لپاره زمونږ فورسز هر وخت چمتو دي۔ده ووئيل د ترهه ګرو په ضد په دې كامياب كاروائۍ امنيتي ځواكونو ته پيزرونئې وړاندې كوم۔د كورنيو چارو وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې د هند په سرپرستۍ كښې د روانې ترهه ګرۍ په ضد كاروائۍ به دې جذبې او عزم سره روانې وي

مزید خبریں