اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند شفقت علی خان وئيلي چې پاکستان د شنګھائی مرستي تنظیم د ترهګرۍ مخنيوي سيمه ايزې ډھانچې (SCO-RATS) مشري سنبال كړې ده۔ د جمعې په ورځ په اوونيز پرېس بریفنګ كښې ده ووئيل د اېس سي او د ترهګرۍ مخنيوي سيمه ايزې ډھانچې مشر په حېث به پاكستان د ترهګرۍ په ضد د ګډو ترجيحاتو له مخې شريك باور ٬ …
پاکستان به د شنګھائی مرستي تنظیم، نړيوال قانون او ملګرو ملتونو د چارټر اصولو له مخې د ترهه ګرو په ضد د نړيوالو او سيمه ايزو همكارانو سره په ګډه كار كوي: د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند شفقت علی خان وئيلي چې پاکستان د شنګھائی مرستي تنظیم د ترهګرۍ مخنيوي سيمه ايزې ډھانچې (SCO-RATS) مشري سنبال كړې ده۔ د جمعې په ورځ په اوونيز پرېس بریفنګ كښې ده ووئيل د اېس سي او د ترهګرۍ مخنيوي سيمه ايزې ډھانچې مشر په حېث به پاكستان د ترهګرۍ په ضد د ګډو ترجيحاتو له مخې شريك باور ٬ مساوت اود ګډې ذمه وارۍ شنګھائي جذبې په لارښودنه كښې سيمه ايزې همكارۍ ته وده وركولو له كار كوي۔ وياند ووئيل دې مرستې زياتولو لپاره په مهم ډومېنز كښې به د سائبر انسداد دهشتګردي ٬ انفارمېشن ٬ بارډر سكېورټي ٬د تهګرو مالي معاونت مخني او د صلاحيت سازۍ د تعمير كوربتوب هم كوي۔ شفقت علی خان ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د فرنټ لائن ریاست په توګه نه يواځې د خپلو وګړو بلکه سيمي او دې څخه بهر تحفظ او سلامتیا باوري كولو له قربانۍ وركوي۔ وياند ووئيل پاکستان ته د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل يو غير مستقل غړي په توګه د ترهه ګرۍ مخنيوي څانګه كښې نورې مهمي ذمه وارۍ هم سپارلې شوې دي۔ ده ووئيل پاکستان به د شنګھائی مرستي تنظیم، نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر اصولو له مخې د ترهه ګرو په ضد د نړيوالو او سيمه ايزو شراکت دارو سره په ګډه كار كوي۔







