په اوسني پاك هند جنګ كښې د پاك پروردګار په مرسته پاكستان ستره كاميابي ترلاسه كړه ٬ ټول قام د فولادي ديوال په څير ولاړ پاتے شو: د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف په جي سي ويمن پوهنتون سيالكوټ كښې د دفاع ورځې دستورې ته خطاب

سیالکوټ۔12ستمبر(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې په اوسني پاك هند جنګ كښې د پاك پروردګار په مرسته پاكستان ستره كاميابي ترلاسه كړه ٬ ټول قام د فولادي ديوال په څير ولاړ پاتے شو٬ زه د دغې ګھړۍ عيني شاهد پاتے يم كله چې فيلډ مارشل سيد عاصم مېنر دغې تاريخي معركې ته د بنيان مرصوص نامه وركړه۔ جنګ څخه وروستو مې د وزیراعظم شهباز شریف …

سیالکوټ۔12ستمبر(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې په اوسني پاك هند جنګ كښې د پاك پروردګار په مرسته پاكستان ستره كاميابي ترلاسه كړه ٬ ټول قام د فولادي ديوال په څير ولاړ پاتے شو٬ زه د دغې ګھړۍ عيني شاهد پاتے يم كله چې فيلډ مارشل سيد عاصم مېنر دغې تاريخي معركې ته د بنيان مرصوص نامه وركړه۔ جنګ څخه وروستو مې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې هغه ځوانانو سره ملاقات وكړو كوم چې د هندي ايئر فورس مقابله وكړه٬ په هغوي كښې يوه لور هم وه۔ زه دغه منظر بيانولې نه شم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ګورنمنټ کالج وېمن یونیورسټی (جی سی ډبلیو یو ) سيالكوټ كښې د دفاع ورځې مناسبت سره راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړو۔ ده ووئيل وزيراعظم سره په ایئر بېس د ځوانانو د جذبې په ليدلو مې زړه زيات خوشحاله شو۔ ده ووئيل شهید مېجر عدنان د خپلو ملګري بچ كولو په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ د شهيد مور د ځوي په شهادت د وياړ څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل په مونږ په جنګ كښې د پروردګار په مرسته كاميابي ترلاسه كړه۔ ده ووئيل پاك پوځ 400 كلوميټره دننه د هند فضائيه ناكامه كړه او د دښمن د اربونو ډالرو براموس سسټمز يۍ ناكاره كړو۔ ده ووئيل ګرده نړۍ د پاكستان بيانيه تسليموي۔ نن هم زمونږ ځوانان د كال 1965 جذبه لري۔ پاكستانے قام خپلې خاورې سره غېر مشروط مينه لري۔ خواجه آصف ووئيل د جی سی وېمن پوهنتون زده كوؤنكو انجونو قرات، نعت اوكلام اقبال وئيلو اورولو سره د دستورې ښكلا يو په دوه زياته كړه۔

مزید خبریں