په دوحه د بريد په جواز كښې د اسامه بن لادن حواله مسخره او ګمراه كونكې ده: د پاكستان په ملګرو ملتونو كښې اسرائيل ته سخت ځواب

ملګري ملتونه ۔12ستمبر(اے پی پی) په ملګرو ملتونو کښې پاکستان د اسرائیل لخوا د قطر په پلازمینه دوحه د ترسره شوي بريد په دفاع كښې د اسامه بن لادن د پېښې حواله په كلكه رد كولو سره دا مسخره او ګمراه كونكې ګرځولې ده۔ په ملګرو ملتونو كښی د پاكستان مستقل استازي سفير عاصم افتخار احمد د سلامتي كونسل غونډه كښې د خپل حق په ځواب كښې ووئيل اسرائيل يو …

ملګري ملتونه ۔12ستمبر(اے پی پی) په ملګرو ملتونو کښې پاکستان د اسرائیل لخوا د قطر په پلازمینه دوحه د ترسره شوي بريد په دفاع كښې د اسامه بن لادن د پېښې حواله په كلكه رد كولو سره دا مسخره او ګمراه كونكې ګرځولې ده۔ په ملګرو ملتونو كښی د پاكستان مستقل استازي سفير عاصم افتخار احمد د سلامتي كونسل غونډه كښې د خپل حق په ځواب كښې ووئيل اسرائيل يو قابض ٬ جارح او د نړيوالو قوانين خلاف ورزي كونكے هېواد دے٬ اوس خپلې غيرقانونې کړنې پټولو لپاره نورو ته ګوتې نيسي۔ ده ووئيل اسرائيل نه يوازې ملګرو ملتونو او د دې عهدېدارو ته دړكې وركوي بلكې د بشري حقونو نړيوال تنظيمونه هم له پامه غورځوي او خپل ځان مظلوم څرګندولو سره د نړۍ په غړېدلو سترګو د لاس اېښودلو هڅې كوي۔ ده د اسامه بن لادن حواله ګمراه كونكې ګرځولو سره ووئيل د پاكستان دريځ په دغه پېښه تل څرګند او ښكاره پاتې شوے دے او پاكستان د ترهګرۍ په ضد نړيوال جنګ كښې د اولني صف كردار ترسره كړے دے٬ كوم چې نړۍ تسليموي۔ ده زياته كړه چې پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې تل د نړيوالې ورورولۍ ملګرتيا كړې او زياتې قربانۍ يۍ وركړې دي۔ پاكستان القاعده ته په ماتې وركولو كښې مهم كردار ترسره كړے دے۔ د قطر وزیراعظم هم په دوحه د اسرائيل بريد د ملګرو ملتونو د يو غړي هېواد د خپلواكۍ سنګينه خلاف ورزي ګرځولو سره وئيلي دي چې اسرائیل د خبرو اترو او د ثالثۍ كردار په نخښه كولو سره امن لپاره روانې هڅې له مينځه وړي۔ پاکستاني استازي د سلامتي كونسل په كمزوري او غېر مؤثر غبرګون د افسوس څرګندونې سره ووئيل د بده مرغه اسرائيل ته د دې كونسل غلي پاتي كېدو او د عدم فعاليت له امله د سفاكيت لا آزادي وركړې ده۔ د غونډې په مهال پاكستان د قطر ٬ الجزائر او صوماليه په شمول په يو شمېر هېوادونو د اسرائيل په جارحيت ټكونه وكړل او پاكستاني استازي د سلامتي كونسل خاموشي د اسرائيل د بې باكۍ سبب وګرځولو

مزید خبریں