اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر مملكت سید یوسف رضا ګیلاني پنجاب كښې د اوسني سېلاب په تباهۍ د غم دړد څرګندونې سره وئيلي دي دا تباهۍ د هند د اوبو جارحیت نتيجه ده۔سېنېټ سیکرټریټ د اړخه جاري بيان كښې ده د ځپليو كورنيو سره د يووالي او همدردۍ څرګندونه او په شوې ځاني او مالي زيان يې افسوس ښكاره كړو ۔لنډ مهاله صدر مملكت ووئيل …
لنډ مهاله صدر مملكت سید یوسف رضا ګیلانی پنجاب كښې د سېلاب په تباهۍ د غم دړد څرګندونه وكړه ، اولس د نور زيان څخه ساتلو لپاره دې ریلیف آپریشنز لا ښه كړے شي۔یوسف رضا ګیلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر مملكت سید یوسف رضا ګیلاني پنجاب كښې د اوسني سېلاب په تباهۍ د غم دړد څرګندونې سره وئيلي دي دا تباهۍ د هند د اوبو جارحیت نتيجه ده۔سېنېټ سیکرټریټ د اړخه جاري بيان كښې ده د ځپليو كورنيو سره د يووالي او همدردۍ څرګندونه او په شوې ځاني او مالي زيان يې افسوس ښكاره كړو ۔لنډ مهاله صدر مملكت ووئيل د سېلاب له امله ګڼ شمير كلي د اوبو لاندې شوي او اولس د ستونزو سره مخ دے۔ده د ملتان شا و خوا كښې سېلابي صورتحال د تشویش وړ ګرځولو سره خبردارے وركړو چې د وبائي رنځونو خپريدو خطر دے۔لنډ مهاله صدر مملكت سپارښتنه وكړه چې اولس د رنځونو څخه ساتلو لپاره دې سمدستي طبي مرسته وركړې شي او د ميډكل ډلو دې ځپليو سيمو ته په وخت رسنائي باوري كړې شي۔ده خوراكي توكو ، پاكو اوبو او د نورو څيزونو وركولو كښې هم د تندۍ راستلو په جاجت زور راوړو۔ده ووئيل اولس د نور زيان څخه ساتلو لپاره دې ریلیف آپریشنز كښې ښه والے راوستلے شي او وفاقي او صوبائي ادارې دې د ځپليو ستونزو كمولو لپاره كوټلي ګامونه پورته كړي۔ لنډ مهاله صدر مملكت د دې عزم څرګندونه وكړه چې حکومت به د ټولو وسائلو په كارولو د ځپلو بشپړه مرسته كوي او هغوې به دې سخت وخت كښې يواځې نه پرېږدې۔







