د ميجر راجه عزيز بھټي نشان حيدر مړانه به ياد ساتلې شي: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د مېجر راجه عزيز بهټي نشان حېدر مړانه به تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ مېجر راجه عزیز بھټی شھید نشان حېدر ته د هغه په 60 م تلين د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وزيراعظم ووئيل د كال 1965 پاك هند جنګ په مهال پرله پسې 5 ورځې د دښمن بريدونه په شا تمبولو سره مېجر راجه عزيز بهټي شهيد …

اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د مېجر راجه عزيز بهټي نشان حېدر مړانه به تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ مېجر راجه عزیز بھټی شھید نشان حېدر ته د هغه په 60 م تلين د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وزيراعظم ووئيل د كال 1965 پاك هند جنګ په مهال پرله پسې 5 ورځې د دښمن بريدونه په شا تمبولو سره مېجر راجه عزيز بهټي شهيد د دښمن په لاهور د قبضې جشن لمانځلو ناپاكه عزائم له مينځه وړي وو ٬ په مېجر راجه عزیز بھټی شهید نشان حېدر او د هغه په كورنۍ زما په شمول ټول قام وياړي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل پاك پوځ د هېواد دفاع لپاره شپه او ورځ كوټلې هڅې كوي٬ كله هم چې دښمن پاكستان ته په خيرنه سترګه كتلي دي د پاك پوځ افسرانو او ځوانانو د مېجر راجه عزيز بھټي په څير د فولادي دېوال په ټوګه د وطن تحفظ كړے۔ ده ووئيل د پاكستان د تحفظ نه بدلېدونكے عزم كښې زما په شمول ټول قام خپلو مېړنو وسله والو ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے

مزید خبریں