اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټي (اېن ډي اېم اے) د وزيراعظم په خصوصي لارښوونه د پنجاب سېلاب ځپلو سيمو لپاره 5 زره خېمې او د مرستې نور سامان روان كړو۔ د اېن ډي اېم اے له مخې په اسلام آباد كښې موجود ویئرهاؤس څخه په روان كړي د مرستې سامان كښې 5 زره خېمې شاملې دي ٬ كومې به چې پنجاب ته رسېدو سره پي ډي اېم …
د پنجاب سيلاب ځپلو سيمو لپاره 5 زره خيمې او د مرستې سامان روان كړے شو: اين ډي ايم اے

مزید خبریں
اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټي (اېن ډي اېم اے) د وزيراعظم په خصوصي لارښوونه د پنجاب سېلاب ځپلو سيمو لپاره 5 زره خېمې او د مرستې نور سامان روان كړو۔ د اېن ډي اېم اے له مخې په اسلام آباد كښې موجود ویئرهاؤس څخه په روان كړي د مرستې سامان كښې 5 زره خېمې شاملې دي ٬ كومې به چې پنجاب ته رسېدو سره پي ډي اېم اے ته وسپارلې شي۔ وياند ووئيل تر دې دمه نزدې دوه زره ټنه د مرستې سامان لېږلے شوے په كوم كښې چې خېمې ٬ كمبلې ٬ مچھر دانۍ ٬ توشكونه ٬ فولډنګ بېډز ٬ د اوبو كېنونه٬ فلټرېشن پلانټس او 17 كشتۍ شاملې دي۔ اېن ډی اېم اے ټولو سول او عسكري ادارو سره په رابطه كښې ده او د مرستې سامان پرله پسې نګراني كوي دغسې چې ځپلي اولس ته ريليف په وخت ورسولے شي







