حکومت د وړوكي او مينځنۍ درجې کاروبار ودي ته خاص پام لرنه كوي۔خاص مرستيال هارون اختر خان

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د وزیراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي حکومت د وړوكي او مينځنۍ درجې کاروبار ودې ته خاص پام لرنه كوي،په لويه توګه د روزګار موقعې زياتولو كښې د اېس اېم ایز کردار ډېر اهميت لري، سمیډا په شان ادارې د پاکستان لپاره مهمي دي۔ده دا خبره د جمعې په ورځ سمال اینډ میډیم انټرپرائززډویلپمنټ اتھارټی(سمیډا) بورډ 31مي …

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د وزیراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي حکومت د وړوكي او مينځنۍ درجې کاروبار ودې ته خاص پام لرنه كوي،په لويه توګه د روزګار موقعې زياتولو كښې د اېس اېم ایز کردار ډېر اهميت لري، سمیډا په شان ادارې د پاکستان لپاره مهمي دي۔ده دا خبره د جمعې په ورځ سمال اینډ میډیم انټرپرائززډویلپمنټ اتھارټی(سمیډا) بورډ 31مي غونډي مشرۍ كولو سره وكړه ۔په غونډه كښې د صنعت او پیداوار سیکرټري سېف انجم، سي اي او سمیډا سقراط امان رانا پشمول اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو ۔د غوندې په پېل د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان د بورډ د نوو غړو هركلے وكړو۔ غونډه كښې ووئيل شول وزیراعظم شهباز شریف په سپارښتنه د سمیډا نوي ډھانچې حتمی شکل اختیار کړے او د سمیډا په نوي ماډول كښې آؤټ سورسنګ ٬ پالیسي او پروګرام ډیزائن ته پام لرنه كيږي۔خاص مرستيال ووئيل وزیراعظم د سمیډا لپاره د آؤټ سورسنګ ماډول خپلولو سپارښتنه كړې وه۔ده ووئيل د سمیډا سيمه ايز دفترې آزاد کشمیر، بلوچستان او ګلګت بلتستان كښې به هم جوړولې شي،د سمیډا سي اي او په تعیناتۍ هم غور روان دے او د وزیراعظم د سپارښتني له مخې به په سممدستي توګه تقرری كولې شي۔په غونډه كښې ووئيل شول د هیومن ریسورسز کمېټۍ سي اي او تقررۍ لپاره هم نامزدګي شوې ده

مزید خبریں