د میجر عزیز بھټي شهید مړانې د مکار دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړي۔ محسن نقوی

لاهور 12 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوی وئيلي دي د میجر عزیز بھټي شهید مړانې د مکار دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړي، د شهید د مړانې او هېواد سره د ميني داستان په تاریخ كښې په ښه ټكو ليكلے شوے۔د جمعې په ورځ د میجر عزیز بھټی شهادت ورځ په موقع جاري شوې يو پیغام كښې ده شهيد اتل ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره …

لاهور 12 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوی وئيلي دي د میجر عزیز بھټي شهید مړانې د مکار دښمن ناوړه عزائم ناكامه كړي، د شهید د مړانې او هېواد سره د ميني داستان په تاریخ كښې په ښه ټكو ليكلے شوے۔د جمعې په ورځ د میجر عزیز بھټی شهادت ورځ په موقع جاري شوې يو پیغام كښې ده شهيد اتل ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هغه مړانې او هېواد سره د مينې داستان د تاریخ په پاڼو كښې ليكلے شوے،د میجر عزیز بھټی شهید مړاني د مکار دښمن ناوړه عزائم ناكه كړي،هغه په خپلو وينو د وفا هغه داستان ليكلے كوم به چې په تاريخ كښې ياد لرلے شي۔محسن نقوی ووئيل قام خپل عظیم عسكر ته سلام كوي،په لاهور د دښمن د یلغار په وړاندې د اوسپني ديوال په شان ولاړ پاتې شوے دغه بهادر افسر نن هم د قام په زړونو كښې ژوندے دے۔د كورنيو چارو وزير ووئيل میجر عزیز بھټی شهید د لاهور فضاګانو كښې د بهادرۍ نوې داستان رقم كړے،هغه د دښمن په وړاندې لكه د غر ولاړ ؤ،د هغه د مړانې مزاحمت او ځانګړے شجاعت د دښمن لپاره د پيړيو سبق دے۔

مزید خبریں