د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف سره د ایران سفیر ډاکټر رضا امیری مقدم ملاقات

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف سره د ایران سفیر ډاکټر رضا امیري مقدم د جمعې په ورځ ملاقات کړے۔ د ایران سفیر پاکستان كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې ۔د ایران سفیر ووئيل پاکستان ورور ګاونډي هېواد دے۔د آزمېښت په هر وخت كښې د پاكستان اولس زمونږ سره …

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف سره د ایران سفیر ډاکټر رضا امیري مقدم د جمعې په ورځ ملاقات کړے۔ د ایران سفیر پاکستان كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې ۔د ایران سفیر ووئيل پاکستان ورور ګاونډي هېواد دے۔د آزمېښت په هر وخت كښې د پاكستان اولس زمونږ سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔د ملاقات په مهال نړۍ كښې د مذهبی عدم برداشت ٬ د ترهه ګرۍ ختمولو ، فرقه واریت ختمولو او مذهبونو ترمينځه د همغږۍ ودي لپاره په تجاویز د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې موقع د مذهبي چارو وزیر ووئيل ایران او عراق ته تلونكې پاکستاني زائرین ریګولرائز کیږي۔زائرین او روزګار لپاره ایران ته تلونكي پاکستانیانو په اړه به ډير زر د ایران سره اېم او یو (یاداښت) لاس ليك وكړو۔د مذهبی چارو وزارت ، د كورنيو چارو وزارت او سمندر پورې پاكستانيانو وزارت په معاونت سره اېم او یو جوړوو۔د ایران سفیر 50م نړيوال سیرت کانفرنس په كولو وفاقي وزیر سردار محمد یوسف او د پاكستان حکومت له مباركي وركړه ۔ ده ووئيل سیرت النبی (ص) په رڼا كښې د سوشل میډیا پشمول د جديد دور مسئلې حل کولو له به په ګډه هڅي كول وي۔ دغسې ده د اسرائیل په ایران د بريد په مهال د پاکستان په کردار د حکومت او اولس مننه وكړه ۔ ده ووئېل د اسلاموفوبیا او ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان کردار مهم دے

مزید خبریں