د سېنېټ ډپټي چیئرمېن سیدال خان د میجر عزیز بھټی شهید (نشانِ حیدر) تلين په موقع پیغام

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چیئرمېن سیدال خان د هېواد عظیم سپوت، (نشانِ حیدر) میجر عزیز بھټی شهیدؒ تلين په موقع هغه ته پيرزوئنې وړاندې كړې ےدي ۔خپل پیغام كښې ده ووئيل میجر عزیز بھټی شهید د هېواد دفاع لپاره د خپل ځان په قربانۍ وركولو سره تاریخ كښې يو روښانه باب جوړ كړے كوم به چې عمر له ياد ساتلے شي۔د سېنېټ ډپټي چیئرمېن …

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چیئرمېن سیدال خان د هېواد عظیم سپوت، (نشانِ حیدر) میجر عزیز بھټی شهیدؒ تلين په موقع هغه ته پيرزوئنې وړاندې كړې ےدي ۔خپل پیغام كښې ده ووئيل میجر عزیز بھټی شهید د هېواد دفاع لپاره د خپل ځان په قربانۍ وركولو سره تاریخ كښې يو روښانه باب جوړ كړے كوم به چې عمر له ياد ساتلے شي۔د سېنېټ ډپټي چیئرمېن ووئيل د میجر عزیز بھټی شهید مړانه، استقامت او شجاعت د پاك پژځ د شان و وقار علامت دے۔ هغه چې په كومه مړانه د دښمن مقابله کړې هغه نه يواځې د پاکستان عسکری تاریخ روښانه باب دے بلکه د نوو نسلونو لپاره د لارې مشال هم دے۔ د هغه کردار ثابته كړې چې د هېواد محافظ په هر حال كښې د هېواد د پولو دفاع لپاره ولاړ دي۔سیدال خان ووئيل د پاکستان د شهيدانو ځانګړۍ قربانۍ د قامي تاریخ هغه سرمایه ده په كوم چې ټول قام وياړ لري۔پاك پوځ چې د كوم عزم و حوصلې سره د هېواد دفاع لپاره قربانۍ وركړې په تاريخ كښې هغه مثال نه لري او هم دغه وجه ده چې د پاکستان پوځ په ټوله نړۍ كښې په ښه پوځونو كښې شميرلے كيږي او قام د دوي په قربانو وياړي

مزید خبریں