د سېنېټ چیئرمېن میجر عزیز بھټی شهید (نشانِ حیدر) ته پيرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د هېواد بهادر سپوت او نشانِ حیدر اغستونكې عظیم اتل میجر عزیز بھټی شهید تلين په موقع په خپل پیغام كښې هغه ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ده ووئيل میجر عزیز بھټی شهید د خپل ځان په قربانۍ وركولو د هېواد د دفاع په تاریخ كښې يو داسې روښانه باب جوړ كړے كوم چې قام هيرولې …

اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګیلاني د هېواد بهادر سپوت او نشانِ حیدر اغستونكې عظیم اتل میجر عزیز بھټی شهید تلين په موقع په خپل پیغام كښې هغه ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ده ووئيل میجر عزیز بھټی شهید د خپل ځان په قربانۍ وركولو د هېواد د دفاع په تاریخ كښې يو داسې روښانه باب جوړ كړے كوم چې قام هيرولې نشي۔د سېنېټ چیئرمېن ووئيل میجر عزیز بھټی شهید چا چې په مړانه، استقامت او شجاعت د دښمن مقابله کړې هغه د پاك پوځ د شان و وقار او عظیمو قربانو روښانه مثال دے۔ هغه د دښمن عزائم ناکامه كولو سره دا ثابت کړې چې د هېواد محافظ په هر حال كښې د هېواد د پولو دفاع لپاره د اوسپني ديوال په څير ولاړ دې۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل د پاکستان د شهيدانو لازواله قربانۍ د قامی تاریخ يو روښانه باب دے او دغه قربانۍ د نوو نسلونو لپاره د لارې مشالونه دي۔ د سېنېټ چیئرمېن ووئيل نن ورځ د دې لوظ د پخلي ورځ ده چې زمونږ د شهيدانو قربانۍ به بے ځايه لاړي نه شي او د پاکستان سلامتيا ، دفاع او پرمختګ لپاره به د هيڅ ډول قربانو څخه دډه ونه كړو

مزید خبریں