د صدر مملكت آصف علي زرداري سيلاب ځپلو سره د يووالي څرګندونه

اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د اوسني سېلاب دلاسه ځپلي شوي د سوئيلي پنجاب اولس سره د ژورې خواخوږۍ د زړه له كومي د يووالي څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت هغه زرګونو كسانو ته د پېښو مسئلو او ستونزو ذكر وكړو كوم چې دا مهال بې كوره شوي دي او د چا روزګار ته چې …

اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د اوسني سېلاب دلاسه ځپلي شوي د سوئيلي پنجاب اولس سره د ژورې خواخوږۍ د زړه له كومي د يووالي څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت هغه زرګونو كسانو ته د پېښو مسئلو او ستونزو ذكر وكړو كوم چې دا مهال بې كوره شوي دي او د چا روزګار ته چې زيات زيان رسېدلے دے۔ ده قام ته باور وركړو چې حكومت به په دې سخت وخت كښې سېلاب ځپلي يوازې نه پرېږدي۔ صدر مملکت ووئيل د رېسكيو ٬ ريليف او بحالۍ كارروايۍ صوبائي چارواكو ٬ وسله والو ځواكونو او بشري خواخوږۍ له كاركوؤنكو تنظيمونو سره په ګډه روانې دي۔ حکومت زراعت او ډنګرو ته د رسېدلي زيان په تناظر كښې د بلاول بھټو زرداري په خواست عمل كولو سره په هېواد كښې زرعي اېمرجنسي اعلان كړې ده۔ د دې مهم اقدام مقصد د كروندګرو تحفظ ٬ د خوراك حفاظت او د زرعي څانګې تندۍ سره بحالي باوري كول دي۔ صدر مملکت آصف علی زرداری په وګړو زور راوړو چې هغوي دې متحد او بېدار پاتې كېدو سره سره د مرستې روانو هڅو ملاتړ وكړي۔ ده باور څرګند كړو چې حكومت به د ځپليو سيمو ضرورتونه ترسره كړي او د اوږدې مودې بحالۍ له د ټولو ضروري وسائلو رسولو لړۍ به روانه وساتي۔

مزید خبریں