اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د چين په دوره روان شو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د صدر مملكت وياند د جمعې په ورځ ووئيل چې صدر مملكت د چينائي حكومت په بلنه د چين دوره كوي۔ وياند ووئيل صدر مملكت به د ستمبر 12 مې څخه تر 21 مې نېټې د چين د بېلو سيمو دوره كوي۔ دې …
صدر آصف علي زرداري د چين په دوره روان شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري د چين په دوره روان شو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د صدر مملكت وياند د جمعې په ورځ ووئيل چې صدر مملكت د چينائي حكومت په بلنه د چين دوره كوي۔ وياند ووئيل صدر مملكت به د ستمبر 12 مې څخه تر 21 مې نېټې د چين د بېلو سيمو دوره كوي۔ دې به چنګډو، شنګھائی اوسنکیانګ كښې صوبائي مشرتابه سره ملاقاتونه كوي۔ ده ووئيل دې دورې سره به د پاكستان او چين په ستراتيجيكي مرسته اډانه همكاري لا مستحكم شي۔ د صدر مملكت دوره په منطقه كښې د امن ٬ پرمختګ او استحكام عزم عكاسي كوي۔ وياند ووئيل چې د دورې په مهال به په پاك چين اړيكو او اقتصادي او تجارتي مرسته خبرې وشي ٬ دغسې په سي پېك او د سباؤن په نورو اړوندو منصوبو به هم غور وكړے شي۔







