وفاقي وزير عبدالعليم خان د پاکستان ريلويز هيډکوارټرز دوره

لاهور 11 ستمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د زيارت په ورځ د پاکستان ريلويز هيډکوارټرز لاهور دوره كړې او په دې موقع يې د ريلوے وزير حنيف عباسي سره ليدلي دي ۔ دواړو وزيرانو رېلوے كښې په جاري اصلاحات او د سباٶن په منصوبو تفصيلي خبرې وكړې۔ وفاقي وزير د رېلوے وفاقي وزير سره په ګډه د غونډې مشري هم وكړه او په دې موقع …

لاهور 11 ستمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان د زيارت په ورځ د پاکستان ريلويز هيډکوارټرز لاهور دوره كړې او په دې موقع يې د ريلوے وزير حنيف عباسي سره ليدلي دي ۔ دواړو وزيرانو رېلوے كښې په جاري اصلاحات او د سباٶن په منصوبو تفصيلي خبرې وكړې۔ وفاقي وزير د رېلوے وفاقي وزير سره په ګډه د غونډې مشري هم وكړه او په دې موقع يې د رېلوے په بېلا بېلو څانګو كښې د پېشرفت جاج واخست٬ په دې موقع د رېلوے وزير په رېلوے كښې د جاري اصلاحات په اړه وفاقي وزير عبدالعليم خان ته بريفنګ هم وركړو۔ ده ووئيل د رېلوے انفراسټرکچر بهترۍ لپاره صوبائي حكومتونو سره شراكتداري روانه ده۔ ده ووئيل د رېلوے په آټوميشن كار روان دے او په دې مشن كښې كاميابۍ لپاره به هر ډول ممكن هڅې كولې شي۔ په دې موقع عبدالعليم خان د رېلوے اصلاحات په اړه د وفاقي وزير د هلو ځلو ستائنې كولو سره ووئيل په رېلوے سټېشنز د فوډ پوائنټس فوډ اتهارټۍ د لارې انسپكشن د تقليد وړ اقدام دے۔ ده د اصلاحات په لړ كښې تجويزونه هم وركړل د كومو چې وفاقي وزير هركلے وكړو٬ د دې نه وروستو عبدالعليم خان حينف عباسي سره د لاهور رېلوے سټشن دوره وكړه او د مسافرو د سهولتونو يې جاج واخست٬ ده د رېلوے انتظاميه د اقدامات هم ستائنه وكړه

مزید خبریں