اے پي پي ايمپلائز يونين اليکشن 2025 کالعدم، رجسټرار ته انتخابي عمل تر 30 اکتوبر د بشپړولو امر

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د نيشنل انډسټريل ريليشن کميشن چيئرمېن جسټس(ر) شوکت عزيز صديقي د اے پي پي ايمپلائز يونين اليکشن 2025 کالعدم ګرځولو سره رجسټرار ته انتخابي عمل تر 30 اکتوبر د بشپړولو امر كړے دے، فاضل جج د جرح په مهال ووئيل د اليکشن شيډول جاري كېدو نه وروستو نه خو په لسټ كښې نوم شاملېدے شي او نه حذف كېدے شي، اليکشن کميشن آف …

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د نيشنل انډسټريل ريليشن کميشن چيئرمېن جسټس(ر) شوکت عزيز صديقي د اے پي پي ايمپلائز يونين اليکشن 2025 کالعدم ګرځولو سره رجسټرار ته انتخابي عمل تر 30 اکتوبر د بشپړولو امر كړے دے، فاضل جج د جرح په مهال ووئيل د اليکشن شيډول جاري كېدو نه وروستو نه خو په لسټ كښې نوم شاملېدے شي او نه حذف كېدے شي، اليکشن کميشن آف پاکستان په ټولټاكنو كښې هم داسې نشي كولې ۔ د اين آئي آرسي چيئرمېن جسټس (ر) شوکت عزيز صديقي په مشرۍ كښې د اېن آئي آر سي غړو سراج السلام او منور حسېن پشمول بنچ د خضر زمان ملك په نامه د اے پي پي ايمپلائز يونين کېس سماعت وكړو ٬ د درخواست كونكي وكيل چوهدري صغير او د اے پي پي لخوا حسېن حېدر عدالت ته وړاندې شول ۔ جج خپلې پرېكړه كښې ووئيل اے پي پي ايمپلائز يونين اليکشن 2025 تابيا د اين آئي آر سي مجاز افسر مدد علي شاہ كړې وه چې پكښې سپېځلتيا نه وه٬ مجاز افسر د اليکشن شيډول اجراء نه وروستو حتمي ووټر لسټ څخه د 24 ووټرز نامې حذف كړې او درې نورو ته يې د ووټ پول كولو اجازه هم ورنه كړه٬ مجاز افسر دا اختيار نه لرلو۔ جج خپلې پرېكړه كښې ووئيل رجسټرار به وړومبې د اے پي پي ووټر لسټ آډټ كوي او د دې نه وروستو به د ټولو ګروپونو په مشاورت سره اليکشن شيډول جاري كېږي خو بايد دا عمل تر 30 اكتوبر بشپړ كړے شي

مزید خبریں