په نړۍ كښې امن، همكارۍ او شركتدارۍ ته ودې وركولو لپاره كلتور بنيادي كردار لوبوي۔ وفاقي وزير اورنګزېب خان كهچي

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيلي دي په نړۍ كښې امن، همكارۍ او شركتدارۍ ته ودې وركولو لپاره كلتور بنيادي كردار لوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د روسيه په سېنټ پېټرزبرګ ښار كښې د يونائيټډ کلچرز فورم مشرانو پلاوي په غونډه كښې د كومې موضوع چې " ستنېدو پلو" نوې كلتوري موقعې" ٶه خپلې وېنا كښې …

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د قامي ورثه او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيلي دي په نړۍ كښې امن، همكارۍ او شركتدارۍ ته ودې وركولو لپاره كلتور بنيادي كردار لوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د روسيه په سېنټ پېټرزبرګ ښار كښې د يونائيټډ کلچرز فورم مشرانو پلاوي په غونډه كښې د كومې موضوع چې ” ستنېدو پلو” نوې كلتوري موقعې” ٶه خپلې وېنا كښې وكړه۔ د زيارت په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې ده د پاکستان په تهذيب او د كلتور په متنوع او قديم ورثه رڼا اچولو سره په دې خبره زور راوړو چې كلتورې تبادلې په نړيواله كچه شريك احترام او مرستې ته وده وركوي۔ ده زياته كړه چې پاکستان تل د تهذيبونو ترمېنځه د مكالمې ملاتړ كړے او فنون، ورثه او د كلتوري مرستې د لارې يې نړۍ يو بل ته نزدې كولو لپاره د اقدامات ډاډګيرنه كړې ده٬ ٬ په دې فورم كښې د نړۍ 21 هېوادونو د كلتور وزيرانو ګډون كولو او خپلې تجربې يې شيئر كړې او د كلتوري سفارتكارۍ لا قوي كولو لپاره ئې د عزم څرګندونه وكړه

مزید خبریں