اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د قطر يو ورځنۍ دورې بشپړولو نه وروستو هېواد ته راستون شوے دے ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په دوحه كښې د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني سره ليدلي٬ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه آصف، د اطلاعات …
وزيراعظم شهباز شريف د قطر نه راستون شو

مزید خبریں
اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د قطر يو ورځنۍ دورې بشپړولو نه وروستو هېواد ته راستون شوے دے ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم په دوحه كښې د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني سره ليدلي٬ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه آصف، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ او د خاص مرستيال طارق فاطمي هم موجود وٶ۔ په ملاقات كښې وزيراعظم په دوحه د اسرائيل د بې دليله جارحيت او د نړيوال قوانين په ضد د بريد په تناظر كښې د قطر امير او اولس سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د قطر او پاکستان ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ د تاريخي اړيكو ذكر وكړو كومې چې په يو مذهب او اقدارو اډانه دي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان قطرعمر له په هره سخته كښې ملګرتيا كړې او كوي به٬ په ملاقات كښې د منطقې په بېلا بېلو هېوادونو د اسرائيل د بې دليله، په پرله پسې جارحيت او په منطقه كښې امن لپاره مشاورت وشو۔







