اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د متحده عرب امارات (يو اے اي) د نيشنل اينټي ناركوټكس اتھارټۍ چيئرمېن شېخ زيد بن حماد بن حمدان النيهان ليدلي دي ٬ په دې موقع د نشه اي توكو مخنيوي پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې٬ په دې موقع د پاكستان او د يو اے اي د نشه اي توكو …
وفاقي وزير محسن نقوي سره د يو اے اي نيشنل اينټي ناركوټكس اتھارټۍ چيئرمېن شيخ زيد بن حماد بن حمدان النيهان وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د متحده عرب امارات (يو اے اي) د نيشنل اينټي ناركوټكس اتھارټۍ چيئرمېن شېخ زيد بن حماد بن حمدان النيهان ليدلي دي ٬ په دې موقع د نشه اي توكو مخنيوي پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې٬ په دې موقع د پاكستان او د يو اے اي د نشه اي توكو مخنيوي په حواله مرستې ته لا ودې وركولو ته هم سلاح يوه شوه او د پاكستان لخوا د اے اين ايف ډي جي مېجر جنرل عبدالمعيد او د يو اے اي لخوا بريګيډئر طاهر غريب رابطه افسر د مقرر كولو پرېكړه وشوه دغسې چې په لوړه كچه د دواړو هېوادونو ترمېنځه كوټلې مرسته باوري كړې شي۔ په دې موقع د يو اے اي د لوړې كچې پلاوې هم موجود ٶ چې پكښې بريګيډئر طاهر غريب، بريګيډيئر عمر خلفان، بريګيډيئر خالد علي، بريګيډيئر ابراهيم جاسم، بريګيډيئر ماجد سلطان، كرنل محمد ماجد، كرنل خالد راشد، ليفټيننټ كرنل جمال سعيد، ليفټيننټ كرنل سعيد محمد، ميجر محمد سلطان اور كيپټن سالم خميس شامل وو۔ د پاكستان لخوا وزير مملكت طلال چوهدري، داخله سيكرټري داخله، سپيشل سيكرټري داخله، ايډيشنل سيكرټريز داخله، ډي جي اينټي ناركوټكس فورس او نور چارواكي موجود وو۔







