وزیراعظم محمد شهباز شریف د قطر يو ورځنۍ دوره بشپړولو نه هېواد ته راستون شو

دوحه 11ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د قطر يوه ورځنۍ دورې په بشپړولو هېواد ته راستون شوے دے ۔ د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم په دوحه كښې د قطر امير شیخ تمیم بن حمد الثاني سره ملاقات کړے۔ ملاقات كښې وزیراعظم په دوحه د جواز نه لرونكې اسرائیلی جارحیت او نړيوال قوانین په ضد د …

دوحه 11ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د قطر يوه ورځنۍ دورې په بشپړولو هېواد ته راستون شوے دے ۔ د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم په دوحه كښې د قطر امير شیخ تمیم بن حمد الثاني سره ملاقات کړے۔ ملاقات كښې وزیراعظم په دوحه د جواز نه لرونكې اسرائیلی جارحیت او نړيوال قوانین په ضد د بريد په تناظر كښې د قطر امير او قطر اولس سره د يووالي څرګندونه كړې۔وزیراعظم د قطر او پاکستان ترمينځه د تاریخی اړيكو ذکر وكړو كومې چې په شريك مذهب او اقدار اډانه دې۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان د قطر عمر له په هر مشکل وخت كښې ملګرتيا كړې او بيا به هم كوي۔ ملاقات كښې د اسرائیل د منطقې په بېلو هېوادونو د جواز نه غير بريدونو او پرله پسې جارحیت سره سيمه كښې امن لپاره مشاورت شوے ۔ ملاقات كښې نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د اطلاعات او خپرونو وزیر عطاء الله تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمی هم موجود وو۔

مزید خبریں