په مينځني ختيز كښې د اسرائیل د روان جارحیت به لاره نيول وي۔وزیراعظم محمد شهباز شریف د قطر امیر سره ملاقات

دوحه 11ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د قطر قیادت ته د اسرائیل د جواز نه لرونكې اشتعال انګیزۍ په ضد د پاکستان د اړخه د مكمل يووالي او مرستې باور وركولو سره وئيلي دي په مينځني ختيز كښې د اسرائیل د روان جارحیت به لاره نيول وي۔د زيارت په ورځ وزیراعظم محمد شهباز شریف په دوحه د اسرائیل د اوسني بريد په تناظر كښې د قطر قیادت …

دوحه 11ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د قطر قیادت ته د اسرائیل د جواز نه لرونكې اشتعال انګیزۍ په ضد د پاکستان د اړخه د مكمل يووالي او مرستې باور وركولو سره وئيلي دي په مينځني ختيز كښې د اسرائیل د روان جارحیت به لاره نيول وي۔د زيارت په ورځ وزیراعظم محمد شهباز شریف په دوحه د اسرائیل د اوسني بريد په تناظر كښې د قطر قیادت او اولس سره د يووالي لپاره د قطر يوه ورځنۍ دوره كړې ۔د دورې په مهال وزیراعظم شهباز شریف د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی سره ملاقات كړے ۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم په 9 ستمبر په دوحه د اسرائیل د بريد د پاکستان د اړخه سختې غندنې كولو سره دغه د قطر د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا ښكاره خلاف ورزی ګرځولې۔ده ووئيل د پاکستان قیادت او اولس د ورور هېواد قطر په ضد په بريد سخت تشویش لري كوم چې د نړيوال قوانین په ضد دے۔ د پاکستان او قطر ترمينځه د تاریخی ورورولۍ پخلې كولو سره وزیراعظم ووئيل دواړه هېوادونه د يو بل سره ولاړ دي،د ورورولۍ دې جذبې ترمخه پاکستان په دې سخت وخت كښې د قطر امير، شاهی كورنۍ او د قطري اولس سره ولاړ دے۔ ده د قطر قیادت له د دې جواز نه لرونكې اشتعال انګیزۍ په ضد د پاکستان د مكمل يووالي او مرستې باور وركړو۔ده د اسرائیل په دې ناوړه بريد كښې په شوي قیمتی ځاني زيان د يووالي څرګندونه وكړه او د ژوبل كسانو زر روغتيا له ئې دعا اوكړه۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې مينځني ختيز كښې د اسرائیل د روان جارحیت لاره به نيول وي او مسلمانانو له د اسرائیل د اشتعال انګيزو مقابلې له خپلو كښې اتحاد ته اړتيا ده۔ وزیراعظم په غزه كښې د امن هڅو كښې د قطر ذمه واره او ګټور د ثالثی کردار وستائېلو او په دې خبره ئې زور راوړو چې د اسرائیلي جارحیت او د دې ډول کارروائیو مقصد په واضحه ډول سيمه ايز استحکام ته زيان رسول دي٬ د كومو ن هچې روان سفارتی او انسانی هڅو ته خطر پیښ دے۔ وزیراعظم ووئيل د قطر په خواست پاکستان مينځني ختيز كښې په اوسني پیشرفت خبرې كولو لپاره د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل هنګامی غونډي رابللو خواست كړے ؤ ۔ ده په 15 ستمبر د غیر معمولی عرب اسلامی هېوادونو د مشرانو غونډي كوربتوب كولو په اره د قطر د پريكړې هم هركلے وكړو ۔ ده ووئيل پاکستان د او آئی سي مشرانو دې غونډي شریك سپانسر او شریك انعقاد لپاره د خپلي رضامندۍ څرګندونه كړي۔ وزیراعظم د سږ كال په پېل كښې د هند په پاکستان د جواز نه غير جارحیت په مهال پاکستان لپاره د قطر په بشپړه مرسته د قطر امير مننه هم وكړه۔دغسې د قطر امير د يووالي څرګندوني لپاره د دوحه په دوره کولو د وزیراعظم شهباز شریف مننه وكړه۔دواړه لارښود سيمه ايز امن ته ودي وركولو، د نړيوال قانون پاسدارۍ او د فلسطینیانو جائزو حقونو مرستې له د خپلي همغږۍ په ځائې ساتلو ته اتفاق وكړو ۔ د دې دورې په مهال دواړو لارښودو د پاکستان او قطر ترمينځه د ورورولۍ اړيكو او سيمه كښې امن او استحکام لپاره د شريك عزم پخلے هم وكړو۔

مزید خبریں