اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) بهرنيو سفارتكارو او د خارجه مشنز استازو د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي نېشنل اېمرجنسي آپرېشن سېنټر دوره وكړه چرته چې هغوي ته په هېواد كښې د سېلابي صورتحال او روانو كارروائيو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په دوره كوونكو كښې د ترکیه، آسټرېلیا، روسيه، المان ، جاپان، کاناډا ، سوئيلي افريقه ، پولېنډ او آئرلېنډ په شمول 30 څخه د زياتو هېوادونو سفيران شامل وو۔ …
د بهرنيو سفارتكارو او خارجه مشنز استازو د اېن ډي اېم اے د نېشنل ايمرجنسي آپرېشن سېنټر دوره

مزید خبریں
اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) بهرنيو سفارتكارو او د خارجه مشنز استازو د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتھارټي نېشنل اېمرجنسي آپرېشن سېنټر دوره وكړه چرته چې هغوي ته په هېواد كښې د سېلابي صورتحال او روانو كارروائيو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په دوره كوونكو كښې د ترکیه، آسټرېلیا، روسيه، المان ، جاپان، کاناډا ، سوئيلي افريقه ، پولېنډ او آئرلېنډ په شمول 30 څخه د زياتو هېوادونو سفيران شامل وو۔ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حېدر ملک ګډون كوؤنكي په ځپلے شوو سيمو كښې د ريليف او رېسكيو اقدامات په اړه خبرولو سره ووئيل اېن ډی اېم اے صوبائی او سيمه ايزو ادارو سره په ګډه د مرستې كارروايۍ روانې ساتلې دي۔ په بريفنګ كښې د آفاتو مخنيوي له په پېشګي چمتو والي نيولو ٬ د موسمي صورتحال په تجزيه او د عصري ټېكنالوجۍ په كارولو هم رڼا واچولې شوه۔ په غونډه كښې د خارجه وزارت استازي هم موجود وو۔ په بېلو هېوادونو كښې پاكستاني سفيرانو په غونډه كښې د وېډيو لنک د لارې ګډون وكړو۔ بهرنيو سفارتكارو د اېن ډي اېم اے په وخت او مؤثر اقدامات ستائنې كولو سره دا د بشري ځانونو او د هېواد د معيشت تحفظ لپاره زيات مهم وګرځول







