اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي خېبر پښتونخوا كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په کامیاب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د كورنيو چارو وزير په خپل بيان كښې ووئيل د عملياتو په مهال 19 خوارجی ترهه ګر وژلې شوي كومه چې د امنيتي ځواكونو د اعلیٰ پیشه وره صلاحیتونو څرګندونه ده۔محسن نقوی ووئيل د پاکستان مېړني …
خېبرپښتونخوا كښې د هند سپانسرډ ترهه ګرو په ضد کامیاب عمليات ٬ د كورنيو چارو وزير امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقی وزیر محسن نقوي خېبر پښتونخوا كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په کامیاب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي ۔د كورنيو چارو وزير په خپل بيان كښې ووئيل د عملياتو په مهال 19 خوارجی ترهه ګر وژلې شوي كومه چې د امنيتي ځواكونو د اعلیٰ پیشه وره صلاحیتونو څرګندونه ده۔محسن نقوی ووئيل د پاکستان مېړني امنيتي ځواكونه د هند پراکسی فتنه الخوارج ناوړه عزائم ناكامه کولو له چمتو دي۔ ده ووئيل قام په خپلو ځوانانو وياړ لري او اولس د امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ده ووئيل امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو په ضد لويې كاميابۍ ترلاسه كړي او دغه قربانو ته ټول قام د قدر په سترګو ګوري۔د كورنيو چارو وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې انشاءاللہ د اولس په مرسته به د هند سپانسرډ ترهه ګرو خاتمه كولې شي







