وفاقي وزير محسن نقوي په 77 تلين قائد اعظم محمد علي جناح ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په 77 تلين د قائداعظم محمد علي جناح عظيم هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ خپل پېغام كښې محسن نقوي ووئيل قائداعظمؒ د نيمې اوچې مسلمانانو ته يوه نظريه ٬ شعور او خپلواكه رياست وركړے٬ قائداعظم د نيمې وچې مسلمانان د غلامۍ نه د آزاد وطن منزل ته رسولي۔ داخله وزير له مخئ د …

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په 77 تلين د قائداعظم محمد علي جناح عظيم هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ خپل پېغام كښې محسن نقوي ووئيل قائداعظمؒ د نيمې اوچې مسلمانانو ته يوه نظريه ٬ شعور او خپلواكه رياست وركړے٬ قائداعظم د نيمې وچې مسلمانان د غلامۍ نه د آزاد وطن منزل ته رسولي۔ داخله وزير له مخئ د محمد علي جناحؒ شخصيت د کردار لوړتيا، په ګفتار كښې صداقت او په عمل كښې د يووالي داسې امتزاج ٶ كوم چې په تاريخ كښې ډېر كم لېدلے كېږي۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د قائداعظم محمد علي جناحؒ په نزد د قيادت اصل جوهر د ذاتي مفادو نه پرته قامي مفادات لپاره فكر كول دي٬ ھغوي رياست د اولس امانت ګڼلو۔ ده ووئيل د جناحؒ پاکستان د يو منصف، باوقار، علم دوسته، مساوات لرونكے او په شريك احترام ولاړ رياست دے٬ 77 كاله پس هم د ھغوي فكر نن زمونږ د پرېكړو٬ سمت او د قامي وجود پېمانه ده٬ ايمان، اتحاد او تنظيم د قائداعظم جناحؒ محمد علي اصل امانت او هم دا د پاکستان روح دے

مزید خبریں