صدر مملکت آصف علي زرداري به د 12 نه تر 21 ستمبر د چين دوره كوي۔ خارجه دفتر

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د چين حکومت په بلنه د 12 نه تر 21 ستمبر كال 2025 د چين دوره كوي۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت به د خپلې دورې په مهال چينګډو، شنګھائي، سنکيانګ او د ايغور پشمول د بېلا بېلو سيمو دوره كوي او د چين صوبائي مشرانو سره …

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د چين حکومت په بلنه د 12 نه تر 21 ستمبر كال 2025 د چين دوره كوي۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت به د خپلې دورې په مهال چينګډو، شنګھائي، سنکيانګ او د ايغور پشمول د بېلا بېلو سيمو دوره كوي او د چين صوبائي مشرانو سره به ملاقاتونه كوي٬ په دې ملاقاتونو كښې به د پاکستان او چين په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه كېږي چې پكښې به په خاص توګه د اقتصادي او تجارتي مرستې، پاك چين اقتصادي راهدارۍ (سي پېك) او د سباٶن رابطه كارۍ منصوبې شاملې وي٬ دواړه هېوادونه به په ګڼ اړخيزه فورمز د دوه اړخيزه مرستې په اړه هم د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د صدر مملکت دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې روابطو تسلسل دے كومې چې په هر ډول حالاتو كښې په تزويراتي مرسته اډانه شراكتداري قوي كولو لپاره د دواړو اړخونو د خواهش او عزم عكاسي كوي٬٬ دا دوره د سي پيك پشمول اقتصادي او تجارتي مرستې زياتولو او د سيمه ايز امن٬ پرمختګ او استحکام لپاره مشتركه عزم رامخې ته كولو لپاره د شريكې مرستې پخلے كوي

مزید خبریں