اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د تعليم وفاقي نظامت د اسلام آباد په ټولو سركاري٬ نجي٬ مذهبي او د كوچنيانو د پالنې په ادارو كښې په جسماني سزا بشپړ بندېز لګولو سره په خلاف ورزۍ د سختې كاروائۍ اعلان كړے دے۔ د تعليم وفاقي نظامت لخوا د جاري مراسلې له مخې په دې وروستيو كښې ځېنې بوائز سكولز څخه د جسماني سزا شكايتونه راغلي وو ٬ په دغې …
د تعليم وفاقي نظامت د اسلام آباد په ټولو سركاري٬ نجي٬ مذهبي او د كوچنيانو د پالنې په ادارو كښې په جسماني سزا بشپړ بندېز لګولو سره په خلاف ورزۍ د سختې كاروائۍ اعلان وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د تعليم وفاقي نظامت د اسلام آباد په ټولو سركاري٬ نجي٬ مذهبي او د كوچنيانو د پالنې په ادارو كښې په جسماني سزا بشپړ بندېز لګولو سره په خلاف ورزۍ د سختې كاروائۍ اعلان كړے دے۔ د تعليم وفاقي نظامت لخوا د جاري مراسلې له مخې په دې وروستيو كښې ځېنې بوائز سكولز څخه د جسماني سزا شكايتونه راغلي وو ٬ په دغې سمدستي اېكشن اخستو سره د ټولو تعليمي ادارو مشرانو ته هدايات جاري كړے شوي٬ په مراسله كښې واضحه شوې چې زده كوٶنكو ته د هر ډول بدني سزا وركول په بشپړه توګه ممنوع دي٬ په ټولو ادارو كښې به په سمدستي توګه اېكشن كمېټۍ جوړولې شي كومې چې به په دې بنديزونو عملدرامد باوري كوي۔ د تعليم وفاقي نظامت ټولو ادارو ته امر كړے چې تر 13 ستمبر د فعاله کميټيو اعلامېه جمع كړي او د جسماني سزا مخنيوي لپاره دې د خبرتيا سيمينارز وكړے شي٬ د خلاف ورزۍ په صورت به د اړوندو ادارو په ضد سخته قانوني كاروائي كولې شي او جرمانې به لګولې شي۔







