پېنډۍ ۔11ستمبر(اے پي پي) په 9 او 10 ستمبر د خېبر پښتونخوا په بېلو سيمو كښې د امنيتي ځواكونو په درېو كارروائيو كښې د هندي پراكسي "فتنة الخوارج" 19 خوارج ووژل شول ۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې دفتنة الخوارج د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو په مومند ضلع كښې انټیلېجنس بېسډ آپرېشن وكړو۔ د كارروايۍ په مهال امنيتي ځواكونو په مؤثره …
امنيتي ځواكونو درېو بېلا بېلو آپريشنز كښې د فتنة الخوارج 19 خوارج ووژل:آئي ايس پي آر

مزید خبریں
پېنډۍ ۔11ستمبر(اے پي پي) په 9 او 10 ستمبر د خېبر پښتونخوا په بېلو سيمو كښې د امنيتي ځواكونو په درېو كارروائيو كښې د هندي پراكسي “فتنة الخوارج” 19 خوارج ووژل شول ۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې دفتنة الخوارج د موجودګۍ په اطلاع امنيتي ځواكونو په مومند ضلع كښې انټیلېجنس بېسډ آپرېشن وكړو۔ د كارروايۍ په مهال امنيتي ځواكونو په مؤثره توګه د خوارجو پټ ځايونه په نخښه كړل او د سختو ډزو په مهال 14 خوارج ووژل شول۔ دغسې يو بل انټیلېجنس بېسډ آپرېشن د شمالی وزیرستان په دته خېل سيمه كښې وكړے شو چرته چې 4 خوارج ووژل شول۔ په بنو ضلع كښې په شوې يوه مقابله كښې يو خارجي ووژلے شو۔ وژلر شوو خوارجو څخه وسله او ګوله بارود هم برآمد كړے شوي۔ د آئی اېس پی آر له مخې دا ترهګر په سيمه كښې يو شمېر د ترهګرۍ كارورائيو كښې ككړ پاتې شوې وو۔ په سيمه كښې پاتې خوارج ختمولو له کلیئرنس او سرچ آپرېشنز روان دي ولې چې د پاكستان امنيتي ځواكونه هېواد څخه د فتنة الهندوستان ترهګرو نوغې ويستلو عزم لري







