د سپیکر سردار ایاز صادق د ترهګرۍ خپرونكو خوارجو په ختمولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پيرزوئنې

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په خېبر پښتونخوا كښې د امنيتي ځواكونو د كارروائيو ستائنې كولو سره په هندي سرپرستۍ كښې د ترهګرۍ خپرونكو خوارجو په ختمولو هغوي ته د عقيدت پېروزئنې وړاندې كړې دي۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د زيارت په ورځ په خپل پېغام كښې سپيكر ووئيل د ترهګرۍ په ضد پاك پوځ ٬ اولس او پارليمان په يو موټے دي٬ …

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په خېبر پښتونخوا كښې د امنيتي ځواكونو د كارروائيو ستائنې كولو سره په هندي سرپرستۍ كښې د ترهګرۍ خپرونكو خوارجو په ختمولو هغوي ته د عقيدت پېروزئنې وړاندې كړې دي۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د زيارت په ورځ په خپل پېغام كښې سپيكر ووئيل د ترهګرۍ په ضد پاك پوځ ٬ اولس او پارليمان په يو موټے دي٬ په ګرد هېواد كښې امن او استحكام په ځائے كولو له د امنيتي ځواكونو هڅې د ستائنې وړ دي۔ سردار اياز صادق د 19 هندي پراكسي خوارجو په وژلو د امنيتي ځواكونو د پېشه ورو صلاحيتونو ستائنې كولو سره ووئيل په هندي سرپرستۍ كښې ترهګري خپرونكي عناصر به ډېر زر خپل انجام سره مخ شي۔ پاكستانے اولس او امنيتي ادارې د ترهګرو په ضد د فولادي دېوال په څير ولاړ دي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ بشپړه خاتمې لپاره د اولس عزم د ستائنې وړ دے٬ ټول قام او پارليمان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د قامي سلامتيا ادارو ترڅنګ ولاړ دے

مزید خبریں