د پاكستان او بنګله ديش اړيكې په ګډ تاريخ ٬ كلتور او ژور پيوستون اډانه دي: وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه د اولسي رابطو ٬ علمي تبادلو او د تجارتي او اقتصادي اړيكو په شمول دوه اړخيزه اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په ګډ تاريخ ٬ كلتور او ژور پيوستون اډانه دي۔ د زيارت په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان …

اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه د اولسي رابطو ٬ علمي تبادلو او د تجارتي او اقتصادي اړيكو په شمول دوه اړخيزه اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په ګډ تاريخ ٬ كلتور او ژور پيوستون اډانه دي۔ د زيارت په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د بنګله دېش د مذهبي چارو سلاحكار ډاكټر اے اېف اېم خالد حسېن سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په پاكستان كښې د بنګله دېش هائي كمشنر اېم اقبال حسېن هم ده سره ؤ۔ وزیراعظم ډاکټر خالد حسېن او د هغه پلاوي ته هركلي وئيلو سره ووئيل د پاكستان او بنګله ديش اړيكې په ګډ تاريخ ٬ كلتور او ژور پيوستون اډانه دي۔ وزیراعظم د اولسي رابطو ٬ علمي تبادلو او د تجارتي او اقتصادي اړيكو په شمول دوه اړخيزه اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره دې ته د لا ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ په نیویارک او قاهره كښې د شوو ملاقاتونو ذكر كولو سره وزيراعظم د چیف اېډوائزر پروفېسر یونس د بصيرت لرونكې مشرتابه او د بې وزلۍ په ختمولو كښې د هغه كردار ستائېلو سره دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو كښې خپله خوښي ښكاره كړه۔ ډاكټر خالد حسين ووئيل د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه د ورورولۍ اړيكې په تاريخي رابطو او ګډ مذهب تړلې دي۔ ده د چیف اېډوائزر پروفېسر یونس يو خط هم وزيراعظم ته وركړو په كوم كښې چې په پاكستان كښې د سېلاب د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه شوې ده ۔ په ملاقات كښې د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه د نېغ په نېغه پروازونو زر تر زره د بحالۍ په امكانات هم د خبرې وشوې۔ وزيراعظم هيله ولرله چې دواړه هېوادونه به په دوه اړخيزه اړيكو كښې موجوده رفتار په ځايې ساتلو سره د اعلی كچ دورو تبادله روانه ساتي۔ په دې لړ كښې وزيراعظم د بنګله دېش چيف اېډوائزر ته د پاكستان د سركاري دورې بلنه وركړه۔ دغسې بنګله دېشی سلاحكار هم وزيراعظم ته د چیف اېډوائزر او حكومت لخوا د بنګله دېش دورې بلنه وركړه

مزید خبریں