لاهور 11ستمبر (اے پي پي) د وزیراعظم یوتھ پروګرام چیئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي ځوانان دې په "ډیجیټل یوتھ هب" رجسټریشن کولو سره د تعلیم، روزګار او پوهې انقلابی موقعو څخه ګټه پورته كړي،دا پلیټ فارم د وزیراعظم محمد شهباز شریف وژن ترمخه د ځوانانو د نړيوال معیار له مخې تيارولو او قامي پرمختګ كښې شراکت دار جوړولو لپاره معارفي کړے شوے۔ده د زيارت په ورځ کنیئرډ کالج …
ځوانان دې په ډیجیټل یوتھ هب رجسټریشن کولو تعلیم، روزګار او د پوهې انقلابی موقعو څخه ګټه پورته كړي۔چیئرمېن پي اېم یو پي رانا مشهود احمد خان

مزید خبریں
لاهور 11ستمبر (اے پي پي) د وزیراعظم یوتھ پروګرام چیئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي ځوانان دې په “ډیجیټل یوتھ هب” رجسټریشن کولو سره د تعلیم، روزګار او پوهې انقلابی موقعو څخه ګټه پورته كړي،دا پلیټ فارم د وزیراعظم محمد شهباز شریف وژن ترمخه د ځوانانو د نړيوال معیار له مخې تيارولو او قامي پرمختګ كښې شراکت دار جوړولو لپاره معارفي کړے شوے۔ده د زيارت په ورځ کنیئرډ کالج كښې دستوري ته وينا كوله چې پكښې سپیشل ریپریزنټیټو فار یوتھ رضوان انور، ماها جمیل، فیکلټی غړو او زدكونكو ګڼ شمير كښې ګډون كولو۔رانا مشهود ووئيل ډیجیټل یوتھ هب د لارې په میرټ سکالرشپس، آن لائن کورسز، فري لانسنګ موقعې، انټرن شپس او سټارټ اپس لپاره د سرمایه کارۍ سهولت وركړے كيږي دغسې چې ځوانان خود کفیله كيدو سره د هېواد معیشت قوي كړي۔ده اعلان وكړو چې راروانو درېو مياشتو كښې به د پاكستان وړومبۍ “ایډولیسنټ یوتھ پالیسي” او ای سپورټس پالیسی معارفي كړې شي،د دې اقداماتو مقصد د ځوانان تر جدید موقعو رسائي او دوي د قامي پرمختګ په عمل كښې فعاله شراکت دار جوړول دي۔ده ووئيل د ډیجیټل یوتھ هب د لارې په میرټ سکالرشپس، آن لائن کورسز، په نړيواله كچه سرټیفیکیشنز، انټرن شپس او فری لانسنګ موقعې وركړې كيږي۔ده ووئيل زمونږ اصل پېژنګلي پاکستان دے او بايد مونږ د پاکستاني په حيث په ځان وياړ وكړو، دښمن دا ګڼي چې پاکستانے قام تقسیم دے خو حقیقت دا دے چې دا قام د دښمن په وړاندې د اوسپني دیوال په شان ولاړ دے۔د دستوري په آخر ميلمنو له شیلډز وركړے شول او زدكوونكو د حکومت د اړخه ځوانانو لپاره پېل كړي شوي پروګرامز وستائل۔







