دوحه 11 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د قطر پايه تخت دوحه ته رسېدلے دے ٬ د دوحه په ائيرپورټ د قطر نائب وزيراعظم او د دفاع وزير مملکت شېخ سعود بن عبد الرحمن بن حسن الثاني د وزيراعظم هركلے وكړو۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د فاعي وزير خواجه آصف، د …
وزيراعظم شهباز شريف د قطر پايه تخت دوحه ته ورسېد

مزید خبریں
دوحه 11 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د قطر پايه تخت دوحه ته رسېدلے دے ٬ د دوحه په ائيرپورټ د قطر نائب وزيراعظم او د دفاع وزير مملکت شېخ سعود بن عبد الرحمن بن حسن الثاني د وزيراعظم هركلے وكړو۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د فاعي وزير خواجه آصف، د اطلاعات وزير عطاء تارړ او خاص مرستيال طارق فاطمي وزيراعظم سره په پاکستاني پلاوي كښې شامل دي٬ د يوې ورځنۍ دورې په مهال به وزيراعظم د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني سره ملاقات كوي٬ وزيراعظم به په دوحه د اسرائيل د بې دليله جارحيت او د نړيوال قوانين په ضد د بريد په تناظر كښې د قطر امير او اولس سره د يووالي څرګندونه كوي٬ د جاري بيان له مخې د قطر او پاکستان ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ تاريخې اړېكې قائم دي كومې په مشتركه عقيده او اقدارو اډانه دي٬ پاکستان د قطر په هره سخت وخت كښې ملګرتيا كړې ده او كوي به، د دې اظهار به وزيراعظم د قطر امير سره په ملاقات كښې كوي٬ په ملاقات كښې به د اسرائيل د منطقې په بېلا بېلو هېوادونو د بې دليله بريدونو او پرله پسې جارحيت سره سره په منطقه كښې امن لپاره مشاورت كېږي







