اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) په پاکستان كښې د چين سفير جيانګ زيډونګ وئيلي دي چين او پاکستان به د شنګھائي تعاون تنظيم (اېس سي او) فرېم ورك له مخې د مرستې زياتؤنه دوامداره ساتي او د صدر شي جن پنګ تجويز كړي ګلوبل ګورننس انيشيټو له مخې به نړيوال امن، استحکام او پرمختګ لپاره په مشتركه توګه كار كوي۔ ده د نهې په ورځ د وزيراعظم شهباز …
چين او پاکستان به د اېس سي او فرېم ورك له مخې د مرستې زياتؤنه دوامداره ساتي٬ په پاکستان كښې د چين سفير جيانګ زيډونګ

مزید خبریں
اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) په پاکستان كښې د چين سفير جيانګ زيډونګ وئيلي دي چين او پاکستان به د شنګھائي تعاون تنظيم (اېس سي او) فرېم ورك له مخې د مرستې زياتؤنه دوامداره ساتي او د صدر شي جن پنګ تجويز كړي ګلوبل ګورننس انيشيټو له مخې به نړيوال امن، استحکام او پرمختګ لپاره په مشتركه توګه كار كوي۔ ده د نهې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف د چين د اوسنۍ دورې، په تيانجن كښې د اېس سي او سر مشريزې د غونډې نتيجو ، ګلوبل ګورننس انيشيټو او د جاپان جارحيت په ضد د چين اولس مزاحمت او په نړيوال فسطائي مخالف جنګ كښې د بريا د 80مه سالګرې په حواله ميډيا ته بريفنګ وركولو ۔ سفير ووئيل د چين په كوربتوب كښې د اېس سي او په غونده كښې د تنظيم “چائنه كال” په ښه ډول پائې ته رسېدلے او د اتحاد د دوستي او عملي نتيجې اجتماعي وې۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف پشمول د 20 نه د زياتو هېوادونو حكومتي مشرانو او د لسو نړيوالو تنظيمونو مشرانو په غونډه كښې ګډون وكړو ٬ په كومه كښې چې د اېس سي او د غړو شمېره په زياتېدو 27 كړې شوه ٬ صدر شي جن پنګ نزدې 20 دوه اړخَيزه او ګڼ اړخيزه دستورو كښې ګډون وكړو ٫اتفاق رائے پيدا كړې شوه او مرسته زياته كړې شوه ۔ سفير د مشرانو په غونده كښې د پاكستان د فعاله كردار ستائنې كولو سره ووئيل صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف سيمه ايزه مرستې او انضمام لپاره د پاكستان د پوخ عزم پخلے كړے۔ سفير جيانګ ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د شنګھائي مرستې تنظيم د يو پلېټ فارم په توګه ستائنه كړې كومه چې سيمه ايزې مرستې او انضمام لپاره د پاکستان د پوخ عزم غوره عكاسي كوي۔ ده ووئيل پاکستان به عمر له د امن، ترقۍ او خوشحالۍ لپاره چين سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ سفير د جاپاني جارحيت په ضد د چين اولسي جنګ او نړيوال فسطائي مخالف جنګ كښې د بريا د 80مې سالګرې په حواله ووئيل د دې ورځ لمانځلو مقصد تاريخ ياد ساتل دي، اتلانو ته عزت وركول، د امن قدر كول او بهتر سباون جوړول دي ۔ سفير جيانګ ووئيل تاريخ هېرول نه غواړو ځكه چې د چين د 35 ملين نه زياتو وګړو د جنګ په مهال خپل ځانونه قربان كړي او انساني تهذيب او د نړيوال امن په تحفظ كښې يې مهم كردار لوبولے ۔ ده ووئيل چين او پاکستان دواړه جارحيت سره مخ شوي او دواړه هېوادونه نړيوال امن او خوشحالۍ ته منتظر دي٬ مونږ نړيوال انصاف او انصاف په ځاے ساتلو او انسانيت لپاره امن او د ترقۍ مقصد ته ودې وركولو لپاره پاکستان سره په ګډه كار كولو له چمتو يو۔







