د 1965 د جنګ لسمه ورځ٬ د پاكستاني پوځ سخت ځوابي بريد٬ د هند پوځ د قصور نه په شا تللو مجبور شو

اسلام آباد ۔ 10 ستمبر (اے پي پي ) د 1965 جنګ په لسمه ورځ پاكستاني پوځ په سخت ځوابي ېريد كښې د هند پوځ د قصور سېكټر نه په وروستو تللو مجبور كړو۔ په دې موقعه د جمو نه سيالكوټ پلو د وړاندې تللو كوشش كونكې هندي پوځ ته لوي زيان پورته كول ورپغاړه شو۔ د دواركا او جام نګر د نيول او ائير بېس د پاك پوځ د …

اسلام آباد ۔ 10 ستمبر (اے پي پي ) د 1965 جنګ په لسمه ورځ پاكستاني پوځ په سخت ځوابي ېريد كښې د هند پوځ د قصور سېكټر نه په وروستو تللو مجبور كړو۔ په دې موقعه د جمو نه سيالكوټ پلو د وړاندې تللو كوشش كونكې هندي پوځ ته لوي زيان پورته كول ورپغاړه شو۔ د دواركا او جام نګر د نيول او ائير بېس د پاك پوځ د لاسه په تباهۍ د هند فضائيه په شرمناكه ماتې د سخت خشم څرګندونه وكړه ۔ د پاكستان پوځ د لاهور سېكټر سره نزدې په وړه وسله د هند دوه الوتكې رانسكورې كړې ۔ د سيالګوټ په ډګر د هندي پوځ نور 7 سينچورين ټانكونه تباه كړے شول او په دې سېكټر د هند تباه شوو ټانكونو شمېره 42 ته ورسېده۔ دغسې مجاهدين په دراس سېكټر كښې مرال آباد كښې د هندي پوځ قوي مورچې هم تباه كړې او د پاك بحريه د بر لاسي په سبب بحيره عرب كښې د هند بحريه خپلواكه فعالتيا ېنده شوه۔ دغسې د پاكستان جنګي الوتكو د هندي پوځ ملاتړ لپاره راغلې الوتكه په لاهور كښې فضائي حدود كښې نسكوره كړه

مزید خبریں