اسلام آباد10 ستمبر(اے پی پی)وزیراعظم محمد شهباز شریف په ټول هېواد كښې سږ كال د پشكال او سېلابي صورتحال په لړ د كلائيمټ او زرعي ايمرجنسي لګولو اصولۍ منظوري اعلان كړې ده او د وزيراعظم په هدايت وفاقي كابينې د پیټروليم وزارت په سفارش صارفين ته د آر ايل اين جي كنكشنز وركولو منظوري وركړې ده ٬ كومې څخه به چې صارفين ته د ايل پي جي په نسبت 30 …
وزيراعظم محمد شهباز شريف په ټول هېواد كښې د كلائيمټ او زرعي ايمرجنسي د لګولو اصولي منظوري اعلان كړه ٬وفاقي كابينې صارفين ته د آر ايل اين جي كنكشنز وركولو منظوري وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد10 ستمبر(اے پی پی)وزیراعظم محمد شهباز شریف په ټول هېواد كښې سږ كال د پشكال او سېلابي صورتحال په لړ د كلائيمټ او زرعي ايمرجنسي لګولو اصولۍ منظوري اعلان كړې ده او د وزيراعظم په هدايت وفاقي كابينې د پیټروليم وزارت په سفارش صارفين ته د آر ايل اين جي كنكشنز وركولو منظوري وركړې ده ٬ كومې څخه به چې صارفين ته د ايل پي جي په نسبت 30 فيصد په كم لګښت ګاز ترلاسه كېږي۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا جاری شوي بیان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د وفاقی كابينې غونډه د شورو په ورځ وشوه۔په غونډه كښې وزیراعظم محمد شهباز شریف په ټول هېواد كښې سږ كال د پشكال او سېلابي صورتحال په لړ د كلائيمټ او زرعي ايمرجنسي نفاذ اصولۍ منظوري اعلان كړه ۔ بیان له مخې وزیراعظم به د څلورو واړو صوبو اعلٰی وزيرانو او اړوندو چارواكو پشمول ډېر زر د غوڼدې مشري وكړي چې پكښې به د موسمياتي بدلون مضر اثرات څخه نور زيان كښې د كمي په اړه د سباؤن په تګلاره مشاورت كوي۔ وفاقی كابينې ته په هېواد كښې د سېلاب په موجوده صوترحال او زيان په اړه بريفنګ وركړے شو او د مشاورت نه وروستو د ايمرجنسي اصولۍ منظوري وكړی شوه۔ د كابينې غړو په هېواد كښې په لاكهونو ايكړ زرعي زمكه او د فصلونو په زيان رڼا واچوله او د انفراسټركچر بحالۍ او كركيله كښې د شوي زيان ازالې او د كروندګرو مرستې په اړه هم تجاويز وركړے شول ۔وفاقي كابينې د سماجي رابطو په ويب پاڼه د شهيدانو او پاك پوځ په ضد د سپكاوي موادو او بيان خپرولو غندنه وكړه او د پاكستان د پولو حفاظت كښې شپه ورځ د مصرف پاك پوځ افسرانو او ځوانانو او په هېواد كښې د امن لپاره عظيمې قربانۍ وركونكو شهيدانو او د هغوي كورنيو ته يې پيرزوئنې وړاندې كړې۔وفاقي كابينې د داسې شرخوښو عناصرو مخ نيوي لپاره د سخت ايكشن اخستلو هدايت وكړو ۔په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د دغسې ډول عناصر په هر فورم حوصله ماتولې شي او د هغوي د تضحيك آميز كمپائن ځواب زمونږ د ټولو قامي ذمه داري ده۔ده ووئيل پاكستانے قام د خپلو شهيدانو او د هغوي كورنيو عظيمې قربانۍ چرې هم هيرولې نه شي٬زما پشمول ټول قام د خپلو شهيدانو او د هغوي په كورنيو وياړ لري۔وفاقي كابينې بنو آپرېشن كښې د عظيمې قربانۍ وركونكې ميجر عدنان اسلم شهيد لپاره د لوړو درجو دعا وكړه۔وفاقي كابينې د سمندري چارو وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري ارواښادې مور٬د غذائي تحفظ وزير مملكت ملك رشيد احمد خان ارواښاد مشر ورور حاجي حنيف خان او د سينيټ پخواني چيئرمېن صادق سنجراني ارواښاد پلار آصف سنجراني لپاره هم د بخښنې دعا وكړه۔وزيراعظم تېره ورځ دوحه كښې د اسرائيلي ځواكونو د غېر قانوني او ناوړه بمبارۍ هم سخته غندنه وكړه چې په نتيجه كښې يې قيمتي ځاني او مالي زيان شوے۔وزيراعظم د همدردۍ څرګندونې كولو سره د قطر امير٬شاهي كورنۍ او د قطر اولس سره د يو والي څرګندونه وكړه۔د وزيراعظم په هدايت د اولس رېليف لپاره يو لويې اقدام پورته كولو سره وفاقي كابينې د پېټروليم وزارت په سفارش د ګاز كنكشنز منتظر صارفين ته د آر ايل اين جي كنكشنز وركولو منظوري وركړه ۔منظورۍ نه پس به سوئي سدرن او سوئي نادرن ګاز كمپنۍ د كنكشنز وركولو عمل پېل كړي۔كابينې ته ووئيل شول د دې كنكشنز د لارې به د آر ايل اين جي صارفين ته د ايل پي جي څخه 30 فيصد په كم لګښت ګاز تر لاسه شي۔وفاقي كابينې د ريلوے وزارت په سفارش د ازبكستان٬افغانستان او پاكستان ترمينځه د شريكې فزيبلټي سټډي درې اړخيزه حكومتي فريم ورك لوظ لوظ نامه هم توثيق كړه ۔په دې لوظ نامه لاس ليك تېره مياشت شوے ؤ او دا د سيمه ايز تجارت او رابطه كارۍ لپاره يو مهمه پروژه ده۔د كابينې توثيق د دې سټريټجك منصوبې تكميل لپاره د حكومتي عزم پخلے دے۔دغسې وفاقي كابينې د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ_اي سي سي)بين الحكومتي تجارتي لين دين(سي سي او آئي جي سي ټي)او د قانون سازي كيسز(سي سي ايل سي)په اړه د كابينې د كمېټو د پريكړو هم توثيق وكړو۔







