اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان سټيټ ايجنسي فار پبلك سروس اينډ سوشل انوويشن (اېس اے پي اېس اېس آئي) په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې د آسان خدمت مركز جوړول د پاكستان او آذربائيجان ترمېنځه د دوستۍ نوې سنګ ميل ګرځولو سره ووئيل د مركز په جوړېدو به اولس ته د يو شمېر محكمو خدمات د يو چهت لاندې باوري شي۔ د دې …
د آذربائيجان په مرسته اسلام آباد كښې د آسان خدمت مركز جوړولو لوظنامه٬ د مركز په جوړېدو به اولس ته د يو شمېر محكمو خدمات د يو چهت لاندې باوري شي۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان سټيټ ايجنسي فار پبلك سروس اينډ سوشل انوويشن (اېس اے پي اېس اېس آئي) په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې د آسان خدمت مركز جوړول د پاكستان او آذربائيجان ترمېنځه د دوستۍ نوې سنګ ميل ګرځولو سره ووئيل د مركز په جوړېدو به اولس ته د يو شمېر محكمو خدمات د يو چهت لاندې باوري شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ سټيټ ايجنسي فار پبلك سروس اينډ سوشل انوويشن، آذر بائيجان او د انفارميشن ټيكنالوجي او ټيلي كام وزارت ترمېنځه په اسلام آباد كښې د آسان خدمت مركز جوړولو په اړه په لوظنامو د لاسليك دستورې په مهال خپلو خبرو كښې كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د آذربائيجان د سټيټ ايجنسي فار پبلك سروس اينډ سوشل انوويشن (اېس اے پي اېس اېس آئي) چيئرمين الووي مهدييو وليدل۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ، وفاقي وزيران احسن اقبال، احد خان چيمه، رياض حسېن پيرزاده، عطاء تارړ، شزا فاطمه او اړوند اعليٰ سركاري افسران هم موجود وو۔ وزيراعظم د پاكستان او آذربائيجان ترمېنځه دا لوظنامه د دوستۍ نوې سنګ ميل ګرځولو سره ووئيل اېس اے پي اېس اېس آئي په اشتراك سره اسلام آباد كښې به آسان خدمت مركز جوړولې شي۔ وزيراعظم د آذربائيجان خپلې دورې په مهال په باكو كښې د آسان خدمت مركز دوره كړې وه ٬ د دغې نه وروستو ده په اسلام آباد كښې په دې څېر د آسان خدمت مركز جوړولو او په دې لړ كښې آذربائيجان څخه د مرستې ترلاسه كولو امر كړے ٶ۔ وزيراعظم ووئيل د مركز په جوړېدو به اولس ته د يو شمېر محكمو خدمات د يو چهت لاندې باوري شي، د وګړو په خدمت اډانه دا خدمت مركز به د وګړو سهولتونو په لړ كښې يو انقلابي ګام وي۔ وزيراعظم امر وكړو چې آسان خدمت مركز لپاره دې سپېځلې او په مېرټ تعيناتۍ وكړې شي۔ ده د بزنس سهولت مركز او د آسان خدمت مركز ضم كولو په اړه هم د لائحې جوړولو امر وكړو۔ ده ووئيل آسان خدمت مركز به د حكومت د كيش ليس معيشت پاليسي مخ په وړاندې بوتللو له مرستياله وګرځي۔ ده ووئيل د دې مركز دائره كار به تر نورو ښاريو هم خپرولې شي۔ وزيراعظم د آذربائيجان صدر الهام عليوف او حكومت مننه وكړه چا چې دې منصوبې لپاره خپل خدمات وړاندې كړي۔ ده ووئيل د دې منصوبې بشپړتيا سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه معاشي مرسته لا وده ومومي۔ د بيان له مخې د آذربائيجان سټيټ ايجنسي فار پبلك سروس اينډ سوشل انوويشن (اېس اے پي اېس اېس آئي) او د انفارميشن ټيكنالوجي او ټيلي كام وزارت ترمېنځه په اسلام آباد كښې د آسان خدمت مركز جوړولو په اړه په لوظنامې لاسليك هم وشو٬ چې پكښې وزيراعظم شهباز شريف ګډون وكړو







