اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري په پاكستان كښې د سائنس او ټيكنالوجي د خبرتيا ودې لپاره د يو جامع ايكو سسټم جوړولو په اهميت زور راوړے۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير خالد حسېن مګسي د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې صدر مملكت آصف علي زرداري سره ليدلي دي ۔ …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره وفاقي وزير خالد حسېن مګسي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري په پاكستان كښې د سائنس او ټيكنالوجي د خبرتيا ودې لپاره د يو جامع ايكو سسټم جوړولو په اهميت زور راوړے۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير خالد حسېن مګسي د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې صدر مملكت آصف علي زرداري سره ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال صدر مملكت په پاكستان كښې د سائنس او ټيكنالوجي د خبرتيا ودې لپاره د يو جامع ايكو سسټم جوړولو په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل داسې ايكو سسټم په تعليم، كلتور او صنعت محيط پكار دے دغسې چې د جديدې سائنسي ترقۍ خواږه په بشپړه توګه پكار راوستلې شي۔ صدر مملكت په سكولونو، كالجونو او پوهنتونونو كښې نصاب د جديد سائنس، تنقيدي سوچ او د رامخې ته شوې ټيكنالوجيز تازه ترين علم سره د همكاره كولو په ضرورت هم زور راوړو۔ ده ووئيل په زده كوٶنكو كښې جدت او د تحقيق كلتور ته وده وركول او نوے كول د سباٶن چيلنجز مخنيوي لپاره چمتو كول ضروري دي۔ صدر مملكت آصف علي زرداري په حكومتي چارو كښې د ټيكنالوجۍ په اهميت رڼا اچولو سره په سركاري ادارو كښې سپېځلتيا٬ كاركردګي او د خدمت وركړه بهتر كولو لپاره د نوې او د رامخې ته شوې ټيكنالوجيز پخپلو زور راوړو۔







