اسلام آباد۔10ستمبر (اے پي پي ) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د اسرائیل په قطر د بريدونو په سختو ټكو غندنې كولو سره وئېلې دي د اسرائیل بريدونه د ڼريوال قوانین او د ملګرو ملتونو د چارټر بيخي خلاف ورزي ده ، د اسرائیل جارحیت د ریاستي خودمختارۍ په تقدس ښكاره بريد دے ۔ د قطر شوریٰ کونسل سپیکر حسن بن عبداللہ الغانم په نامه چيټۍ كښې سپیکر …
سپیکر سردار ایاز صادق د قطر د شوریٰ کونسل سپیکر حسن بن عبداللہ الغانم په نامه چيټۍ ، په قطر د اسرائیلي بريدونو سخته غندنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔10ستمبر (اے پي پي ) د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د اسرائیل په قطر د بريدونو په سختو ټكو غندنې كولو سره وئېلې دي د اسرائیل بريدونه د ڼريوال قوانین او د ملګرو ملتونو د چارټر بيخي خلاف ورزي ده ، د اسرائیل جارحیت د ریاستي خودمختارۍ په تقدس ښكاره بريد دے ۔ د قطر شوریٰ کونسل سپیکر حسن بن عبداللہ الغانم په نامه چيټۍ كښې سپیکر سردار ایاز صادق ووئېل د ڼړيوال امن لپاره د سرحدونو احترام بنیادي شرط دے ، د اسرائیل جارحیت خطرناک اشتعال انګیزي ده ،نړيواله ورورولي دې د اسرائیلي اقدامات سمدستي او ښكار عندنه وكړي۔سپیکر سردار ایاز صادق د پارلیمان او اولس د اړخه د قطر قیادت او اولس سره د مکمل یووالي اظهار کښې ووئېل قطر په منطقه كښې امن او سفارتکارۍ لپاره مرکزي کردار ادا کوي ،به قطر بريد په ټول امت د بريد مترادف دے ،نړيواله ورورولي دې په قطر د يرغل ذمه وار انصاف ته وړاندې كري ۔سپیکر سردار ایاز صادق ووئېل نړيواله ورورولي دې د اسرائیل جارحانه اقدامات مخ نيوي لپاره موثر اقدامات وكړي ، د قوانین تر مخه د نړيوال امن نظام تحفظ ضروري دے ۔سپیکر سردار ایاز صادق د قطر اولس او د شوریٰ کونسل سره د مکمل مرستې او یووالي پخلي كولو سره ووئېل د ازمېښت په دې وخت كښې د پاکستان پارلیمان او اولس د قطر خپلو ورونړو او خوېندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي ۔ سپیکر سردار ایاز صادق باور ښكاره كړو چې قطر به په روایتي استقامت او وقار په دې ازمېښت قابو ومومي ۔







