وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سره د كاناډا هائي کميشن ناظم الامور لوك مائرز وليدل

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سره د كاناډا هائي کميشن ناظم الامور لوك مائرز ليدلي دي ٬ په دې موقع په پاكستان كښې د اوسني سېلاب په صورتحال او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه مرستې په امكانات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع ناظم الامور لوك مائرز د پاکستان اولس سره د همدردۍ او يووالي څرګندونې كولو …

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك سره د كاناډا هائي کميشن ناظم الامور لوك مائرز ليدلي دي ٬ په دې موقع په پاكستان كښې د اوسني سېلاب په صورتحال او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه مرستې په امكانات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع ناظم الامور لوك مائرز د پاکستان اولس سره د همدردۍ او يووالي څرګندونې كولو سره په اوسنو سېلابونو كښې په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير مصدق ملك ناظم الامور لوك مائرز د سېلاب په سبب د شوي مالي او ځاني زيان نه هم خبر كړو۔

مزید خبریں