وزير مملکت وجيهه قمر سره د برتانيه د فارن کامن ويلتھ اينډ ډويلپمنټ آفس اعليې چارواكو وليدل

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر سره د برتانيه د فارن کامن ويلتھ اينډ ډويلپمنټ آفس اعليې چارواكو ليدلي دي ٬ د پلاوي په غړو كښې د اېف سي ډي او ايجوکيشن پاليسي ايډوائزر سليم سلامه، د ايجوکيشن پاليسي ليډ وټ ورکس هب فار ګلوبل ايجوکيشن سائمن بلوور او د ګرلز ايجوکيشن ډيپارټمنټ کيټي مولن شامل وه٬ د ملاقات په …

اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر سره د برتانيه د فارن کامن ويلتھ اينډ ډويلپمنټ آفس اعليې چارواكو ليدلي دي ٬ د پلاوي په غړو كښې د اېف سي ډي او ايجوکيشن پاليسي ايډوائزر سليم سلامه، د ايجوکيشن پاليسي ليډ وټ ورکس هب فار ګلوبل ايجوکيشن سائمن بلوور او د ګرلز ايجوکيشن ډيپارټمنټ کيټي مولن شامل وه٬ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تعليمي څانګه كښې مرستې ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ٬ په خاص توګه د كوچنيانو د تعليم د استاذانو د تربيې٬ د غېر رسمي تعليم او په شواهدو اډانه ډېټا په بنياد په اصلاحات زور راوړلے شو۔ په دې موقع پلاوي وزيرِ مملکت د “وټ ورکس هب”‘ فار ګلوبل ايجوکيشن له مخئ د اېف سي ډي او د تعليم د نړيوالو هڅو نه هم خبر كړه۔ په دې موقع وزير مملکت وجيهه قمر د تعليم په څانګه كښې د اېف سي ډي او تکنيکي او پروګرام په معاونت مننه هم وكړه۔ د ملاقات په پائې كښې د پاكستان او برتانيه ترمېنځه تعليمي مرسته لا قوي كولو له د عزم څرګندونه وشوه او په سباٶن كښې مشتركه عملي اقدامات لپاره د رابطو جاري ساتلو ته سلاح يوه شوه۔

مزید خبریں