هيلتھ سسټم سره پيوست ټولو ادارو له به خپلو پاليسيو ته يو وارې بيا كتنه كول وي: د د صحت وفاقي وزير سيد مصطفی كمال

اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفی كمال وئيلي دي احتیاط تر درملنو بهتر دے٬ مونږ له به اولس د رنځونو څخه ساتل وي ٬ هېلتھ سسټم سره پېوست ادارو له به خپلو پالېسيو ته يو وارې بيا كتنه كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د بالغو كوچنيانو غذائيت او د مور صحت په اړه د پائلټ پراجېکټ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل …

اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفی كمال وئيلي دي احتیاط تر درملنو بهتر دے٬ مونږ له به اولس د رنځونو څخه ساتل وي ٬ هېلتھ سسټم سره پېوست ادارو له به خپلو پالېسيو ته يو وارې بيا كتنه كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د بالغو كوچنيانو غذائيت او د مور صحت په اړه د پائلټ پراجېکټ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په پاکستان كښې د 68 فیصده رنځونو بنيادي سبب ناولې اوبه دي۔ ده ووئيل په هېواد كښې د سېورېج مؤثر نظام نشته٬ مونږ له به سېورېج ټریټمنټ د خپلو پالېسيو برخه جوړول وي۔ ده ووئيل د روغتيا وزارت اولس د رنځونو څخه ساتلو ته خصوصي پاملرنه كوي٬ د سک کېئر سسټم په حقیقی هېلتھ کېئر سسټم كښې بدلولو له هڅې كوو۔ ده ووئيل صحت مند پاكستان لپاره تلپاتې اقدامات ته اړتيا ده۔ ده زياته كړه چې داسې پالېسۍ دې مرتب كړې شي چې ورسره سم چاپېريال وده ومومي دغسې چې له رنځونو څخه وړاندې تحفظ ممكن كړے شي

مزید خبریں