پاکستان او جاپان د تجارت، سرمايه کارۍ، انفراسټركچر او د هنر مند افرادي قوت ودې پشمول يو شمېر مهمو څانګو كښې معاونت زياتولو ته سلاح شول

شولاسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) پاکستان او جاپان د اقتصادي پاليسي ډائيلاګ په نهمه غونډه كښې د تجارت، سرمايه کارۍ، انفراسټركچر او د هنر مند افرادي قوت ودې پشمول په يو شمېر مهمو څانګو كښې مرستې زياتولو ته سلاح يوه كړې٬ په غونډه كښې د دواړو هېوادونو د اړيكو لا قوي كولو لپاره نوې اقدامات تجويز كرے شول چې ورسره دوه اړخيزه شراكتداري به يو نوي پړاٶ ته …

شولاسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) پاکستان او جاپان د اقتصادي پاليسي ډائيلاګ په نهمه غونډه كښې د تجارت، سرمايه کارۍ، انفراسټركچر او د هنر مند افرادي قوت ودې پشمول په يو شمېر مهمو څانګو كښې مرستې زياتولو ته سلاح يوه كړې٬ په غونډه كښې د دواړو هېوادونو د اړيكو لا قوي كولو لپاره نوې اقدامات تجويز كرے شول چې ورسره دوه اړخيزه شراكتداري به يو نوي پړاٶ ته داخل شي۔ د جاپان پاکستان د هائي ليول اکنامك پاليسي ډائيلاګ نهمه غونډه په اسلام آباد كښې د اقتصادي چارو وزارت په كوربتوب كښې شوې٬ دا غونډه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې اقتصادي او سفارتي شراکت دارۍ ته لا ودې وركولو لپاره يو مهم پېشرفت ثابت شوې٬ د جاپان پاکستان د هائي ليول اکنامك پاليسي ډائيلاګ نهمه غونډه كښې د پاكستان د پلاوي مشري د اقتصادي چارو وزارت سيکرټري ډاکټر کاظم نياز كوله او د جاپان د پلاوي مشري د جاپان سينئر ډپټي خارجه وزير اکاهوري تاکيشي كوله۔ د دواړو هېوادونو تجارت، سرمايه کارۍ، د بنيادي ډھانچې پرمختګ او په تل پاتې پرمختګ مرستې زياتولو لپاره په تجويزونو د خيالاتو څرګندونه وشوه كومه چې منطقه كښې معاشي خوشحالۍ او د استحکام ودې لپاره د دواړو هېوادونو د عزم عكاسي كوي۔

مزید خبریں