اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د آسيان د انټر پارلماني اسمبلۍ (اے آئي پي اے) سيکرټري جنرل آرستي روزائميريانتي داتو حاجي عبد الرحمن ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې په منطقه كښې امن، پرمختګ او د پارلماني مرستې ودې ته اتفاق راغلے او ډيجيټل اکانومي، د تجديد وړ توان، د موسمياتي تغير اثرات، تعليم او د انفراسټرکچر په څانګو كښې …
د سېنېټ چيئرمېن د آسيان د انټر پارلماني اسمبلۍ سيکرټري جنرل سره وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د آسيان د انټر پارلماني اسمبلۍ (اے آئي پي اے) سيکرټري جنرل آرستي روزائميريانتي داتو حاجي عبد الرحمن ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې په منطقه كښې امن، پرمختګ او د پارلماني مرستې ودې ته اتفاق راغلے او ډيجيټل اکانومي، د تجديد وړ توان، د موسمياتي تغير اثرات، تعليم او د انفراسټرکچر په څانګو كښې مرستې زياتولو لپاره په امكانات هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د سېنېټ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني خپله استوګنه كښې د آسيان د انټر پارلماني اسمبلۍ (اے آئي پي اے) د سيکرټري جنرل آرستي روزائميريانتي داتو حاجي عبد الرحمن هركلي كولو سره د پاكستان اولس او د سېنېټ لخوا د نېكو هيلو څرګندونه كړې۔ ده ګرانې مېلمنې له د اے آي پي اے د وړومبۍ مېرمنې سيکرټري جنرل په ټاكلې كېدو او د انجينئرنګ او پرمختګ په څانګو كښې په ځانګړې خدمات د آسيان فيډريشن آف انجينئرنګ آرګنائزيشنز لخوا د “آنريري فيلو ايوارډ” په ترلاسه كېدو مباركي هم وركړه۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې پارلماني سفارت كارۍ ته لا ودې وركولو او د مشتركه اقدارو په وده زور راوړلو سره منطقه سوله ايز ه٬ مستحكم او سوكاله جوړولو لپاره د عزم پخلے وشو۔







