د وزيراعظم شهباز شريف امريكې سره اړيكو زياتولو او چين سره تزويراتي همكاري مضبوطولو له د عزم پخلے ٬ د زرعي او موسمياتي ايمرجنسي نافذ كولو اعلان

اسلام آباد۔10ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف امريكې سره د اړيكو زياتولو او چين سره د تزويراتي همكارۍ مضبوطولو عزم تكرارولو سره وئيلي دي چین سره د 8 نيم اربه ډالرو شريكې منصوبې او امريكې سره د كان كنۍ او معدنيات په څانګه كښې لويې سرمايه كارۍ لپاره اېم او يوز خوشبينه دي٬ په دې منصوبو عملدرآمد كښې تاخير ٬ كمے او غفلت به ونه زغملے شي٬ د ترهګرۍ …

اسلام آباد۔10ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف امريكې سره د اړيكو زياتولو او چين سره د تزويراتي همكارۍ مضبوطولو عزم تكرارولو سره وئيلي دي چین سره د 8 نيم اربه ډالرو شريكې منصوبې او امريكې سره د كان كنۍ او معدنيات په څانګه كښې لويې سرمايه كارۍ لپاره اېم او يوز خوشبينه دي٬ په دې منصوبو عملدرآمد كښې تاخير ٬ كمے او غفلت به ونه زغملے شي٬ د ترهګرۍ نوغې ويستل قامي او ملي ذمه واري ده٬ د سېلاب دلاسه زياته تباهي شوې ٬ موسمياتي او زرعي اېمرجنسي نافذ كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل تېره ورځ ما په جی اېچ کیو كښې د پاك پوځ د مېړني افسر مېجر عدنان اسلم ٬ چا چې د فتنة الخوارج په مړانه د مقابلې كولو په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كړو ٬ د جنازې مونځ كښې ګډون وكړو۔ په دې موقع د شهيد پلار او د هغه د كورنۍ نورو كسانو سره مې ملاقات وكړو۔ د شهيد پلار جذبه او حوصله لوړه وه۔ هغه د آرمی چیف فیلډ مارشل جنر ل سید عاصم منیر په موجودګۍ كښې ماته ووئيل زه د خپل ځوي په شهادت وياړ لرم٬ د هغه خوېندو ووئيل زمونږ ورور لويه قرباني وركړې ده ٬ د شهيد كورنۍ هم مورني وطن لپاره د قربانۍ وركولو جذبه څرګنده كړه۔ ده ووئيل دا جذبه د پاك پوځ هر افسر او هر ځوان لري او هغوي د قربانيو يو ځانګړے تاريخ رقم كړے دے۔ ده ووئيل ټول قام خپلو شهيدانو ٬ غازيانو او د هغوي كورنيو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوي۔ ده ووئيل ځيني كسان په سوشل ميډيا دې قربانيو پسې خندا كوي د دغې چې څومره هم غندنه وكړې شي لږه ده۔ ده ووئيل پاكستان فتنة الخوارج څخه ساتلو له چې كومې سترې قربانۍ وركولې شي د هغې بايد ادراك ولرلې شي۔ كه دا فتنه په بشپړه توګه ختمه نه كړې شوه نو دا به پاكستان سره يو لوے ظلم وي۔ ده ووئيل پاك پوځ او مشرتابه چې په سوشل ميډيا څنګه په نخښه كولې شي دا د زغملو وړ نه ده٬ د دغې په ضد به سخته كارروائي كول وي۔ وزیراعظم د بحری چارو وزير جنېد انوار چوهدري مور ٬ د وزير مملكت رشيد ملك مشر ورور او د صادق سنجراني د پلار په حق رسېدو د افسوس څرګندونې كولو سره ارواښادو لپاره لاس نيوه وكړه۔ د چين دورې په اړه وزیراعظم ووئيل د نائب وزیراعظم ، اړوندو وزيرانو او د اېس آئي اېف سي چارواكو په شمول حكومتي ډلې د هڅو په نتيجه كښې د چين دوره زياته كاميابه پاتې شوه۔ دغلته بزنس کنفرنس وشو۔ وزیراعظم ووئيل چين د نړۍ يو مضبوط عسكري او معاشي قوت جوړ شوے۔ وزیراعظم ووئيل د چين دورې په مهال مو اېس سي او غونډه كښې ګډون او دوه اړخيزه ملاقاتونه وكړل۔ د سی پېک فېز ټو د خدوخال ، زراعت، بي ټو بي سرمایه کارۍ، سپېشل اکنامک زونز او د قراقرم هائی وے د فنانشل ماډلز اعلان به كولې شي۔ 85 فیصده به چین او 15 فيصد به د پاكستان سرمايه كاري وي۔ په 26 ستمبر به وفاقي وزير احسن اقبال چين ته ځي او دغلته به د سی پېک 2.0 دويم پراؤ منصوبې اعلان كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل په چين كښې د بزنس ایونټ په مهال د 8 نيم اربه ډالرو اعلانونه وشول۔ په دې كښې جوائنټ وېنچرز او ایم او یوز دواړه شامل دي۔ وزیراعظم كابينې ته ووئيل تېره ورځ امریکائي كمپمنيو سره هم اېم او يو لاس ليك شو چې له مخې به يۍ د مائنز اېنډ منرلز په خاص توګه د جېمز اېنډ سټونز په اړه امريكائي سرمايه كاري راشي۔ په پاكستان كښې په ګلګت بلتستان ٬ چترال او د بلوچستان په شمول په يو شمير سيمو كښې د منرلز خزانې موجود دي د دې راويستلو له به امريكائي سرمايه كاري راځي۔ وزیراعظم ووئيل حكومت امریکې سره اړيكو زياتولو او چين سره تزويراتي همكاري مضبوطولو له هڅې كوي۔ ده ووئيل په 16-2015 كښې د نوازشریف حکومت كښې مونږ د اېل اېن جی 5 پلانټس ولګول په كومو كښې چې 4 امريكن كمپنۍ او يو سېمنز ته وركړے شو۔ دا د نړۍ تر ټولو ارزان پلانټس وو ٬ كومه مشينري چې ولګولې شوه هغه نوې وه۔ وزيراعظم ووئيل سېلاب په ګلګت بلتستان ٬ آزاد كشمير ٬ خېبر پښتونخوا او پنجاب كښې په لويه كچه تباهي كړې ٬ اوس سېلابي اوبه سندھ ته ننوتي دي۔ ده ووئيل په ماحولياتي بدلون قابو موندلو له به پروګرام ته حتمي شكل وركول وي٬ دا لويې چېلنج دے په كوم چې پاكستان يوازې قابو نشي موندلے ٬ په دې لړ كښې به روډ مېپ وضعه كول وي۔ وزیراعظم ووئيل د سېلاب دلاسه د شوي زيان اندازې لګولو ذمه واري سپارلې شوې ٬ په راتلونكي اوونۍ كښې به شمېرې او تفصيلات رامخې ته شي۔ په سېلاب كښې نزدې زر كسان په حق رسېدلي دي ٬ د زرګونو په شمېر ژوبل دي ٬ په زرګونو اېكړ زمكه د اوبو لاندې شوې۔ وزیراعظم دعا وكړه پروردګار دې مونږ په سندھ كښې زيات زيان څخه اوساتي۔وزیراعظم په هېواد كښې ماحولياتي او زرعي اېمرجنسي اعلانولو سره ووئيل وفاقي كابينه د احسن اقبال په مشرۍ كښې كمېټي جوړوي په كومه كښې به چې اړوند وزيران او سېكرټريز شامل وي۔ چيف سېكرټريز به هم د كمېټۍ برخه وي۔ د اېپکس كمېټۍ غونډه به هم رابللې شي په كومه كښې به چې د څلورو واړو صوبو اعلی وزيران او اړوند افسران موجود وي۔ وفاق او صوبو له به په ګډه د صورتحال په ضد مبارزه او د زيان ازاله كول وي۔ وزيراعظم په قطر د اسرائيلي سفاكانه بريد سختې غندنې كولو سره ووئيل اسرائیل د قطر په سلامتيا او خپلواكۍ بريد كړے دے٬ په فلسطين كښې د بې ګناه كوچنيانو ٬ مشرانو ٬ ځوانانو ٬ سړو او مېرمنو وينه تويولې شي۔ د نړۍ په تاريخ كښې د دې عامې وژنې مثال نه موندلې كېږي۔ وزیراعظم ووئيل نائب وزيراعظم په دې صورتحال تېره ورځ بيان جاري كړو۔ ما د قطر امير سره په خپله په صورتحال خبره كړې ده۔ هغه په سخت صورتحال كښې د يووالي په څرګندونه د پاكستاني حكومت او اولس مننه وكړه۔ مونږ هغوي له باور وركړے چې مونږ هغوي سره يو برابر ولاړ يوو۔

مزید خبریں