اسلام آباد۔10ستمبر (اے پی پی) د وزیراعظم ځوانانو لپاره د خاص انیشېئېټو لاندې د نېشنل ووکېشنل اېنډ ټیکنیکل ټرېننګ کمېشن (NAVTTC) او د پاکستان ګلوز مېنوفېکچررز اېنډ اېکسپورټرز اېسوسی اېشن (PGMEA) په همكارۍ د فنی تربیې وړيا كورسونه پېل كولې شي۔ دا پروګرام د PMYP او SIFC په مشاورت سره ترتيب كړے شوے چې مقصد يۍ ځوانان د انډسټرۍ د لارې هنرمند كولو سره د روزګار په لوري روانول دي۔ …
د وزيراعظم ځوانانو لپاره خاص اقدام: د نيشنل ووکیشنل اینډ ټیکنیکل ټریننګ کمیشن او د پاکستان ګلوز مینوفیکچررز اینډ ایکسپورټرز ایسوسی ایشن په مرسته د وړيا فني تربيې پيل

مزید خبریں
اسلام آباد۔10ستمبر (اے پی پی) د وزیراعظم ځوانانو لپاره د خاص انیشېئېټو لاندې د نېشنل ووکېشنل اېنډ ټیکنیکل ټرېننګ کمېشن (NAVTTC) او د پاکستان ګلوز مېنوفېکچررز اېنډ اېکسپورټرز اېسوسی اېشن (PGMEA) په همكارۍ د فنی تربیې وړيا كورسونه پېل كولې شي۔ دا پروګرام د PMYP او SIFC په مشاورت سره ترتيب كړے شوے چې مقصد يۍ ځوانان د انډسټرۍ د لارې هنرمند كولو سره د روزګار په لوري روانول دي۔ په ځايي او نړيواله كچه به هائي ډيمانډ سكلز كښې د انډسټري تجربه لرونكو استاذانو په نګرانۍ كښې به تربيه وركولې شي۔ په دې كورسونو كښې CAD/CAM کمپیوټرائزډ ګلوز پېټرن مېکنګ، لېدر ګلوز پېټرن مېکر او لېدر ګلوز سټچر شامل دي۔ د تربيې دورانيه به 6 مياشتې وي او دا به په بشپړه توګه وړيا وي۔ د دې پروګرام لاندې به ځوانانو ته د روزګار موقعې هم وركولې شي۔ كورسونو لپاره د تعليمي قابليت شرط مډل يا مېټرك اېښودلے شوے۔ د عمر حد 16 څخه تر 40 كالو دے۔ كلاسونه به د راروانې اكتوبر مياشتې څخه پېل كولې شي۔ په دې پروګرام كښې خوښي لرونكي د روانې مياشتې تر 25 مې نېټې آن لائن درخواستونه جمع كولې شي۔ آن لائن اپلائی لپاره دې وېب سائټ :https://nsis.navttc.gov.pk وكتلے شي۔







